لنډ خبرونه له انځورونو سره
په لیبیا کې د داعش پر ضد جګړه کې پرمختګ
د ملګرو ملتونو د اټکلونو په اساس په لیبیا کې د «اسلامي دولت» یر ضد جګړه د پلان سره سمه روانه ده. د لیبیا له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتن کوبلر په نیویارک کې امنیت شورا ته وویل چې د لیبیا عسکرو د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه زیاته کړه چې ډیر ژر به د لیبیا څخه د دغه ډلې ټغر ټول شي. خو نوموړي دیپلومات بیا د لیبیا په ساحلونو کې د تیلو د ډيرو څانانو پر سر د جګړو له امله اندیښنه څرګنده کړه.
امریکا او اسرائيلو پر یوه ستر پوځي تړون موافقه وکړه
امریکا او اسرائیلو پر یوه ستر پوځي تړون موافقه کړې ده. د اسرائیلي هیئت له خوا ویل شوي چې د دې تړون ارزښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله دا د امریکا په تاریخ کې د یوه یوازینې هیواد سره تر ټولو ستره مرسته ده. دا موافقه د ۲۰۱۹ م کال تر ۲۰۱۸ م کال ترمنځ مودې له پاره ده. دمګړي د دواړو هیوادونو ترمنځ یو لس کلنې تړون موجود دی چې مالي ازرښت یې ۳۰ میلیارده ډالره دی.
یونکر: اروپايي ټولنه په یوه بحران کې ښکیله ده
د اروپايي ټولني کمیسیون د مشر ژان کلود یونکر په آند دا ټولنې د خپل موجودیت په بحران کې ښکیله ده. نوموړي د ټولنې د وضعیت په اړه په خپله وینا کې وویل چې ۲۸ واړه غړو هیوادونو زیاتره وخت یوازې د خپلو ملي ګټو څخه خبرې کولې. ده وویل په ډيرو کمو برخو کې همکاري ترسترګو کیږي. ده زیاته کړه دمګړۍ غړي د مخ پر ځوړ اقتصاد، مهاجرو د بحران او د ترهګرۍ په اړه موضوګانو پر سر ژور اختلاف لري.
په فرانسه کې د ترهګرۍ په تور یو ځوان هلک نیول شوی
د فرانسې امنیتي ځواکونو په پاریس کې یو ځوان د ترهګرۍ په تور نیولی دی. فرانس پریس خبري آژانس په حواله یوه پنځلس کلن هلک د یوه ترهګریز عمل د ترسره کولو له پاره چمتووالې ښوولې وو. ویل شوي چې دغه هلک جهادست راشید قاسم سره تماس درلودلای دی. قاسم چې دمګړۍ په سوریه کې دی، په جون میاشت کې د یوه پولیس او د هغه د ژوند د ملګرې او په جولای میاشت کې د یوه عیسوي ملا په وژنه کې په لاس درلودو تورن دی.
له ایالتونو سره د مهاجرو په برخه کې د مرستې ژمنه
د آلمان حکومت غواړي تر ۲۰۱۹م کال پوري له ایالتونو او ناحیو سره د مهاجرو د لګښتونو په برخه کې د کابو ۲۰ ميلیارډو یورو مرسته وکړي. فدرالي حکومت ایالتونو ته تر څو میاشتنۍ لانجې وروسته په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ م کلونو کې په مجموعي توګه د اضافي ۷ میلیارد یورو د ورکړې ژمنه وکړه. په دې توګه به د ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۸ م کال پورې هر کال د ادغام د برخې له پاره دوه میلیارده یورو ورکول کیږي.