لنډ خبرونه له انځورونو سره
د مونشن خونړی بريد ښايي د انسانانو د وژنې جنون اوسېدلی وي
د مونشن له خونړي بريد وروسته، پوليس د بريدګر د اسلامپالې انګېزې له پاره کوم شواهد نه لري. د مونشن د پوليسو مشر، هوبرتوس اندرې، وويل داسې شواهد شته چې شکمن ۱۸ کلن عامل د وسله والې ځغاستې د موضوع سره ځان بوخت ساتلی وو. دغه يوازني بريدګر د څرګندونو له مخې د تروريسي سازمان «اسلامي دولت» سره کومې اړيکې نه درلودې. دغه ۱۸ کلن ايراني الاصله آلمانی د پوليسو په خبره په آلمان کې زېږېدلی دی.
د مونشن له بريد وروسته نړيواله خواخوږي
د مونشن د بريد له کبله نړيوالو ډېره خواخوږي ښودلې ده. د شپې له خوا حتی، د امريکا متحده آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د خپل هېواد د ملاتړ وړانديز وکړ. د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولند د مونشن بريد د «نوي له خجالته ډک عمل» په نوم وغانده او ژمنه يې وکړه چې آلمان د فرانسې پر ملګرتيا او همکارۍ حساب کولای شي. د يونان صدراعظم، الکسيس څيپراس، په اروپا کې د تاوتريخوالي په وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
د بې سرپرسته تنکي ځوانانو د پناه غوښتنې عريضې زياتې شوې دي
د هغو ځوانانو د پناه غوښتنې عريضې، چې په يوازې ځان اروپا ته راغلي وي، ډېرې شوې دي. له دغې ډلې څخه په ټول آلمان کې د جون مياشتې تر پايه پورې څه باندې ۱۷ زره غوښتنليکونه ثبت شوي دي. دغه خبره د «هېسيشر روندفونک» چېنل کړې ده، چې معلومات يې د آلمان د حکومت له خوا د زرغون ګوند د يوې پوښتنې په جواب کې خپاره شوي ول. په دې ترتيب تر اوسه پورې په دغه کچه کې د تېر کال په پرتله شپږ چنده زياتوالی راغلی دی.
د جي ۲۰ د ماليې وزيران د لويو شرکتونو له پاره لا سخت مقررات غواړي
د جي ۲۰ يا شلو سترو صنعتي او د صنعتي کېدو په درشل کې هېوادونو د ماليې وزيران د څو مليتي شرکتونو له پاره لا سخت مقررات غواړي. د متحده آيالاتو، د ماليې وزير، جېکوب لېو او نورو وزيرانو د چين به چېنګدو ښار کې د مالياتي معلوماتو د زياتې تبادلې پلوي کړې ده. داسې ورته څرګندونې د آلمان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله هم کړې وې.
ترکيې د پوليسو په توقيف کې د خلکو د ساتلو موده ۳۰ ورځو ته وغځوله
په ترکيه کې د بېړني حالت تر اعلانېدو وروسته، حکومت د پوليسو په توقيف کې د خلکو د ساتلو موده غځولې ده. حکومت داسې يو فرمان صادر کړ چې له مخې يې مشکوک کسان پرته له حقوقي دعوې کېدای شي ۳۰ ورځې په توقيف کې تېرې کړي. تر اوسه دغه موده يوازې څلور ورځې ده. د ولسمشر رجب طيب اردوغان په خبره د تېرې اوونۍ د ناکامې کودتا راهيسې ۱۱ زره انسانان نيول شوي دي.
په چين کې اورښتونو او سيلابونو تقريبا ۱۰۰ انسانان وژلي دي
په چين کې د سختو سيلابونو او اورښتونو له کبله تقريبا ۱۰۰ انسانان وژل شوي دي او ډېر شمېر نور بې درکه دي. د دولتي شينهوا خبري اژانس په حواله په تېرو ورځو کې پلازمېنې پکينګ ته څېرمه په هېباي ولايت کې ۷۲ انسانان وژل شوي ول.