لنډ خبرونه له انخورونو سره
ملگري ملتونه: تر لس زرو پورې خلک له کندز څخه تښتیدلي دي
ملگرو ملتو د کندز څخه د خلکو د یو ستر بهیر د تیښتو څخه خبرداری ورکړی. د هغه د یوې خبرپاڼې له مخې چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپره شوې ده، راغلي دي چې د کندز په ښار کې بشري وضعیت د خرابیدو په حال کې دی. د لومړیو معلوماتو له مخې په تیرو ورځو کې څه نا څه ۱۰ زره کسان له کندز څخه د کابل، مزار شریف او طالقان ښارونو ته رسیدلي دي.
د پاکستان حکومت پوځ ته د هیواد د لا زیات تجریدیدو څخه خبرداری ورکړ
د پاکستان حکومت له خپل پوځ څخه غوښتي دي چې د افراطینو پر ضد سم عمل وکړي او پری نه ږدي چې دا هیواد نور هم تجرید کړای شي. د پاکستاني ورځپانې «ډان» په یو رپوټ کې په دې اړه راغلي دي چې د دغه ډول یو «غیر منتظره ترت» خبرداری د پاکستان د حکومت د استازو او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې، آي اس آي، د رئیس جنرال رضوان اختر ترمنځ د یوې «احتمالي مهمې» لیدنې څخه وروسته ورکول کیږي.
د داعش ډلې د یوه غړي لپاره اوږد مهاله قید
د آلمان د دوسیلدورف لوړې محکمې «کریم مارک بي» په نامه یو ۲۳ کلن ځوان د «اسلامي دولت» ترهگرې دلې د غړیتوب په خاطر په شپږو کلونو او نهو میاشتو قید محکوم کړ. له سوریې څخه بیرته ستون شوي دغه شخص اعتراف وکړ چې د داعش مشر، ابوبکر البغدادي ته یې بیعت کړی وو. د محکمې له خوا د راټول شوو شواهدو له مخې نوموړي په جگړو کې هم گډون کړی دی.
د سورېې په حلب کې د دوو اونیو لپاره هوايي بمبارې بندې شوې
د سورېې د حلب پر ښار باندی د سورېې د رژیم او روسیې د پر له پسی بمباریو په تعقیب، اوس هغوی تصمیم ونیو چې د دوو اونیو لپاره دغه ډول بریدونه بند کړي. د سورېې د رژیم د اپوزسیون د بشری حقونو د څارنې ډلې خبر ورکړ چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې هغه ښار کې کراري رامنځ ته شوه.
په کولمبیا کې په لسهاو زرو د سولې په پلیتوبت مظاهری وکړې
په کولمبیا کې په لسهاو زرو خلکو د دغه هیواد د حکومت او د فارک نومې یاغیانو تر منځ د رامنځ ته شوې سولې د تړون په پلویتوب لاریونونه وکړل. هغوی د کولمبیا پر ولسمشر، یوان مانوئیل سنتوس او د هغه پر سیال، الفاردو اوریبه چې پخوا ولسشمر ؤ، غږ وکړ چې د سولۍ د تړون د تطبیق لپاره یو گده تگ لاره غوره کړي. د یکشنبه په ورځ په یوه ټول پوښتنه کې د حکومت او د فارک د یاغیانو ترمنځ د سولې تړون رد شوو.