لنډ او مهم خبرونه په متن او انځور کي
د آلمان ږغ څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي دلته کتلای سئ
هنګري: ۵۰۰ پناه غوښتونکي نه غواړي کمپ ته انتقال کړل سي
تقريبا ۵۰۰ احتجاج کوونکو پناه غوښتونکو د هنګري په بيکس نومي سيمه کي شپه په يوه اورګاډي کي تېره کړه. دغه پناه غوښتونکي نه غواړي چي د پلان سره سم په هنګري کي د پناه غوښتونکو يوه کمپ ته یوړل سي. دغه پناه غوښتونکي په بوداپېست کي يو اورګاډي ته په دې هيله ختلي ول چي د اتريش تر پولي پوري به يې ورسوي. خو پوليسو دغه اورګاډي ودروی.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران د مهاجرو پر موضوع خبري کوي
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران په لُکسمبورګ کي د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو خبري کوي. د هغوی د خبرو مرکزي موضوعات به د پناه غوښتونکو ترانزيتي او پلرني هيوادونو وضعه وي. آلمان او فرانسې وزيرانو د دغه کانفرانس له پېلېدو تر مخه د دې له پاره کمپاين پېل کړی دی چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونو په الزامي توګه د پناه غوښتونکو ټاکلی شمېره ومني.
ډوب سوی درې کلن پناه غوښتونکی په کوبانې کي خاورو ته وسپارل سو
اېلان نومي هغه درې کلن کوردی ماشوم چي د اروپا پر لور د سفر پر وخت د کښتۍ په حادثه کي ډوب سوی وو، مړی يې په کوبانې کي خاورو ته وسپارل سو. کوبانې د سوريې پر اړخ د ترکيې پولي ته څېرمه پروت ښار دی. د اېلان سره يوځای د هغه ډوبه سوې مور او بل ورور هم خاورو ته سپارل سوي دي. د هغه پلار ويلي دي چي دغه پېښه بايد پناه غوښتونکو سره د خلکو چمتووالی زيات کړي.
پخواني داعش په تدمر کي د مزارونو لرغوني منارونه والوزول
پخوانۍ داعش ډله چي اوس ځان ته د «اسلامي دولت» خطاب کوي، د تدمر په ښار کي يې درې لرغوني منارونه په چاودېدونکو توکو الوزولي دي. د سوريې د لرغونو توکو ادارې ويلي دي چي دغه «تر ټولو ښه ساتل سوي او تر ټولو ښکلي» منارونه ول. دغه منارونه تقريبا ۲۱۰۰ کاله زاړه ول. داعش په تدمر کي تر مخه يو شمېر نوري لرغوني ودانۍ هم ويجاړي کړي وې.
ترکیه: د داعش او PKK پر ضد پوځي ماموريت تمديد کړل سو
د ترکيې پارلمان د داعش یا «اسلامي دولت» او کوردانو د PKK ډلې پر ضد د پوځي عملياتو ماموريت تمديد کړ. په دې توګه سره ترکی پوځ د دې وروسته هم په عراق او سوريه کي د «ترهګرۍ پر ضد» عمليات کولای سي. په عين حال کي ترکيه د امريکا متحده ايالاتو ته اجازه ورکوي چي له خاوري څخه يې د داعش ضد جنګي الوتکې پروازونه وکړي.