لندن د مالي د ماموريت ملاتړ کوي
۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبهلويې برېتانيې د فرانسې له حکومت سره د مالي په پوځي ماموريت کې د مرستې وړانديز کړی دی. لومړي وزير ډيويډ کامرون او د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند د تليفوني خبرو اترو له لارې تصميم نيولی چې لندن به دغه هېواد ته باروړونکې الوتکې لېږي. دغه خبره د کامرون وياند وکړه. دغه الوتکې به سرتېري او تجهيرات مالي ته وړي، خو برېتانوي سرتېري به په جنګونو کې ونډه نه اخلي.
د امريکا متحده آيالات هم پر دې باندې غور کوي چې د اسلامي ياغيانو په وړاندې د فرانسې د نظامي ماموريت اکمالاتي ملاتړ وکړي. فرانسې د جمعې په ورځ په سلګونو سرتېري خپلې پخوانۍ مستعمرې ته ولېږل او هوايي بريدونه يې پيل کړل د دې لپاره چې د اسلامپالو د پرمختګ مخه ونيسي. د فرانسې د اردو په خبره د شنبې په ورځ «څه د پاسه ۱۰۰» پاڅون کوونکي ووژل شول. د دوشنبې په ورځ به د افريقا سيمه يزه اقتصادي ټلواله «ايکوواس» ۳۳۰۰ سرتېري مالي ته واستوي چې د مالي د اردو ملاتړ به کوي.