1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لندن بريدونه ـ پلټنې ادامه لري

۱۳۹۶ خرداد ۱۴, یکشنبه

درېو بريد کوونکو شپږ انسانان ووژل مخکې له دې چې هغوی خپله د پوليسو له خوا په ډزو ووژل شول.

https://p.dw.com/p/2e6vo
Britannien London - Terroranschlag
انځور: Getty Images/AFP/D. Leal-Olivas

په مانچستر کې تر بمي بريد کابو دوه اوونۍ وروسته لويه بريتانيا يو ځل بيا د يوه تروريستي بريد هدف ګرځېدلی دی. د معلوماتو له مخې د شنبې په ماښام دريو تنو عاملينو په لندن کې لږ تر لږه شپږ انسانان ووژل چې شمېر يې اوس د پوليسو په خبره اوو تنو ته لوړ شوی دی.

۴۸ نور کسان د پوليسو د څرګندونو په حواله ژوبل شوي هم دي. درې واړه بريد کوونکي په ډزو ووژل شول. د پوليسو د څرګندونو له مخې لومړی يوه لارۍ د لندن د پله د پاسه د پلو کسانو په ډله ورننوتله. لارۍ موټر ورپسې د بورو مارکېټ په لور ولاړه چې يوازې يو څو سوه متره لېرې ورڅخه پروت دی. هلته درې واړه شکمن عاملين کوز له لارۍ څخه شول او په انسانانو باندې يې د چړو بريدونه وکړل.

ټول بريدکوونکي پوليسو په ډزو وژلي دي

د پوليسو د يوه وياند په خبره بريد کوونکي د بورو په مارکېټ کې د امنيتي ځواکونو له خوا اته دقيقې وروسته له هغه چې ورته په عاجله توګه زنګ وهل شوی وو، په ډزو ووژل شول. بريد کوونکو هغسې واسکټونه اغوستي ول لکه چاودېدونکي مواد چې پکې ځای پر ځای شوي وي. خو وروسته بيا چاودېدونکي مواد پکې ونه موندل شول.

د لويې بريتانيې د تروريزم ضد چارو مشر، مارک روولې د شنبې په سهار وويل چې پوليس دغه بريدونه «تروريستي پېښې» بولي. تر اوسه پورې يې پړه البته کومې ډلې منلې نه ده. خو د جهادي تبليغاتو څېړونکې، ريتا کاڅ وايي چې د داعش د ترهګرې ډلې پلويان په خپلو انترنېټي ليکنو کې دغه بريدونه لمانځي او داسې ښېي چې داعش دې دغه کار کړی وي. پوليس داسې فکر کوي چې د درې واړو وژل شويو مشکوکو کسانو علاوه نور عاملين په دغو بریدونو کې ښکېل نه ول. خو روولې زياته کړه چې پلټنې دوام لري.

د صدراعظمې تريزا می محافظه کار ګوند خپل انتخباتي کمپاين ځنډولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په لويه بريتانيا کې نوی پارلمان ټاکل کيږي. می د رسنيو د راپورونو په حواله د يکشنبې سهار له پاره د کوبرا د کميټې يوه ځانګړې ناسته رابللې ده، هغه په بريتانيا کې تر ټولو ستره امنيتي حلقه ده.

د لندن مسلمان ښاروال، صادق خان، له يوه «هدفمن او ډارن بريد» څخه خبرې کولې چې د لندن بې ګناه اوسېدونکي او مېلمانه يې په نخښه کړي دي. يوازې څه کم دوې اوونۍ مخکې ۲۲ کلن ځانمرګي بريدګر، سلمان عابدي د سندرغاړې، آريانا ګراندې، کنسرټ په مانچېستر کې په نخښه کړی وو چې ۲۲ انسانان پکې ووژل شول. په هغه تروريستي پېښه کې څه باندې سل انسانان ټپيان شوي هم وو.

نن د يکشنبې په ورځ ګراندې د انګلستان په شمال کې پراته د مانچېتسر ښار د بريد د قربانيانو له پاره يو لوی خيريه کنسرټ ورکوي چې نور مشهور کسان پکې هم حضور لري. په هغه کې کېتي پېري او کولدپلای هم راڅرګنديږي. د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل خپګان څرګند کړی دی. مېرکل په يوه بيانيه کې ويلي دي چې «موږ د ټولو سرحدونو بغير اوس د حيرانتيا او خپګان په ذريعه سره يو ځای شوي يو، قاطعيت مو هم همغسې محکم دی.»

صدراعظمې مېرکل ټينګار وکړ چې آلمان د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې په «ټينګ او قاطع» ډول د لويې بريتانيې تر څنګ ولاړ دی.