لغمان: خره پورې تړل شوي بم یو تن پولیس وواژه
۱۳۹۲ فروردین ۱۶, جمعه
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې په چاودیدونکو موادو بار یو خر، د الینګار ولسوالۍ د پولیسو مرکز ته نزدې شو. هغه زیاته کړه چې پر خره باندې بار شوي چاودیدونکي مواد له لیرې لارې د یوه «ریموت کنترول» په واسطه چول شوي دي.
ښاغلي ځواک وویل: «بم له لیرې لارې کنترولیده او د یوه خره پر شا ځای پر ځای شوی وو. یو پولیس مو شهید شو او درې تنه ملکي وګړي د پېښې له کبله ټپیان شول.»
د لغمان والي فضل الله موحدي، دغه پېښه او د هغې له کبله رامنځ ته شوي تلفات منلي دي. د لغمان ولایت چارواکو د دغه برید پړه پر طالبانو باندې اچولې ده. طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغان دولت او د هغه د نړیوالو ملاتړو پر وړاندې جنګیږي.
که څه هم په افغانستان کې کم وخت د خرونو له کارولو سره بریدونه تر سره کیږي، خو بیا هم یاغیان وخت نا وخت د هغوی پر شا چاودیدونکي مواد تړي او خپل هدف ته په رسیدو سره یې چوي. تر دې مخکې د تیر کال په اګست میاشت کې هم په غور ولایت کې یوه ورته پېښه رامنځ ته شوې وه. د غور ولایت په چاودنه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی وو او درې تنه نور کسان ټپیان شوي ول.
د لغمان ولایت چاودنه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې تر دې دوه ورځې مخکې وسله والو د فراه ولایت پر محکمې او یو شمیر نورو دولتي ودانیو باندې برید وکړ او ۴۶ کسان یې ووژل. د فراه ولایت په پېښه کې همداراز ۱۰۰ تنه نور کسان ټپیان شوي دي.