1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لطف الله مشعل: ملاعمر له خپل کور نه تری تم سوی دی

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

د افغانستان پټ څاري ادارې په رسمي توګه ومنله چې د طالبانو د غورځنګ مشر ملا محمد عمر له خپل استوګن ځای څخه تری تم سوی دی.

https://p.dw.com/p/11MVn
لطف الله مشعل
لطف الله مشعلانځور: DW

رپوټونه ښیې چې ملا عمر د پاکستان په کوټه کې اوسیده. له تیرو دوو ورځو راهیسې د طالبانو د ډلي د مشر د مرګ او ژوند په اړه بیلا بیل رپوټونه ورکول کیږي.

پرون داسي ګنګوسي چې ګواکې نوموړی د شمالي وزیرستان په یوه اړونده سیمه کې د پاکستان د استخباراتو له لوري وژل سوی دی. خو دغه ادعا نه طالبانو او نه هم کومي خپلواکي سرچیني منلي.

د ملي امنیت ادارې نطاق لطف الله مشعل وایې دوي ته داسي معلومات رسیدلي چې له خپله کوره د ملاعمر د تری تم کیدو پخلی پري وسي. مشعل پرون ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ملا عمر څو ورځي کیږي چې خپل کور ته ندی تللی او هغه ته نږدې کسان هم نه پوهیږي چې دی چا او چیرته وړی دی. مشعل وويل:

«د ملا عمر له ورکیدو وروسته د طالبانو په لیکو کې یو ډول سراسیمګي رامنځ ته سوي ده، هیڅ څوک تر اوسه ندي توانیدلي د حاجي اسماعیل په شمول، هغه کس چې له ملا عمر سره نږدې اړیکي لري، چې نوموړی چیرته دی او ایا مړ دی که ژوندی.»

ملا عمر د طالبانو د ډلي د یو یوالي سمبول بلل کیږي او ډیری طالبان هم حتی د افغانستان په ډیره لري پرته سیمه کې د خپلو عملیاتو پر مهال د هغه له دستورونو سر نه غړوي.

د افغانستان د پټ څاري ادارې ویاند په ملا عمر غږ وکړ چې که چیرته ژوندی وي نو د خپل ژوند د ثابتولو لپاره په خپله له رسنیو سره اړیکه ونیسي نه دا چې د ډلي د ویاند په لاس رسنیو ته پيغامونه ولیږي.

ډیری په دې اند دي چې د اسامه بن لاډن له مړینې وروسته ملا عمر په دې توانیدای سي چې له القاعدي ځان بیل کړي او د یوه وطن پال افغان په توګه را څرګند سي.

افغان حکومت وایې که چېرته د طالبانو ډلي مشر وژل سوی وي نو ډیر ژر به دغه ډله یو له بله وپاشل سي. په همدې حال کې افغان پټ څاري ادارې د پوځ په څلور سوه بستریز روغتون د روانې اونۍ د برید د یوې پینځه کسیزې طراحي ډلي د نیولو خبر ورکړ.

په دغه برید کې شاوخوا ۳۰ تنو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.

مشعل وایې چې د القاعدې ډلي نوې مشر صیف العدل په دې لټه کې دی چې د پوځ په جامو کې سمبال ترښکر د بریدونو لپاره په دندو وګماري او په څلور سوه بستریز روغتون شوی برید هم د یوه پوځي جامې لرونکي سرتیري په ګډون د پینځو تنو له لوري تر سره سوی وو. مشعل زياته کړې:

«د اکمل په نامه په دغه برید کې نیول سوی یو ترهګر اعتراف کوي چې اته میاشتې دمخه له پوځ سره یو ځای شوی وو، او وروسته یې د کابل له موسي ولسوالۍ څخه دوه انتحاري سدرۍ د نورآغا په نامه له یوه ترهګر څخه تر لاسه کړي او بیا یې په څلور سوه بستریز روغتون د برید لپاره تابیا ونیوله.»

افغان دولت وایی چې دولت ضد چریکانو په بي ساري توګه د ترهګریزو بریدونو لپاره د ماشومانو ګمارلو ته مخه کړي. د پټ څاري ادارې نطاق دغه کار د دښمن د ناتوانۍ ښکارندوي بولي.

«د افغانستان د سولې او ټیکاو دښمنان نور نسي کولای چې له کورنیو او بهرنیو ځواکونوسره جګړه وکړي نو له همدې امله ماشومان د تخریبي عملیاتو پر مهال کاروي.»

د یادولو وړ ده چې په تیرو څو میاشتو کې څو ځله د ځانمرګو بریدونو دمخه د تنکې عمر ماشومان د افغان ځواکونو له لوري نیول سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی