1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لس ولسوالۍ مو له جدي گواښ سره مخامخ دي»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

افغان حکومت اوس دا مني چي د هيواد يو شمېر ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو له جدي گواښ سره مخامخ دي. خو په افغانستان کي مېشت ايساف ځواک بيا وايي، چي افغان امنيتي ځواک اوس تر بل هر وخت ډير پياوړی دی.

https://p.dw.com/p/18nbJ
Sediq Seddiqi, Sprecher des afghanischen Innenministeriums Das Bild hat uns unser Korrespondent Mirwais Jalalzai aus Kabul geschickt. Alle Rechte gehören der DW.
Sprecher des afghanischen Innenministeriums Sediq Seddiqiانځور: Mirwais Jalalzai

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د هيواد په سويل، ختيځ، شمال او مرکزي ولايتونو کي نزدې لس ولسوالۍ د وسله والو له جدي گواښ سره مخامخ دي.

د افغان حکومت په خبره دغه ولسوالۍ د هغو وسله والو له گواښ سره مخامخ دي، چي د طالبانو د ملاتړ له پاره له بهرنيو هيوادونو څخه راغلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د سه شنبې په ورځ په کابل کي د ايساف ځواکونو له وياند جنرال گونتر کتڅ سره په يوه گډه خبري غونډه کي وويل، چي ولسوالۍ له گواښ سره مخامخ دي خو د افغان حکومت له ولکې نه دي وتلي:

«دغه نا امنه ولسوالۍ چي موږ يې اوس د گواښ د ليري کولو له پاره کار کوو، د بدخشان وردوچ، د نورستان دانګام، کامدیش، برګ مټال، د غزني اجیرستان، د کونړ حسار ک، د کندهار پنجوايي، د هلمند سنګین او د فراه بالابلوک ولسوالۍ دي، چې هلته مو ډیر مخالفین وژلي هم دي خولا هم ګواښ پر خپل ځای پاته دی.»

په افغانستان کي د هوا په تودیدو سره د وسله والو طالبانو د پسرلنیو عملياتو تر اعلان وروسته اوس په دغه هیواد کي د ناامنيو لمن نوره هم پراخه شوې ده او هره ورځ د جنګ جګړو او مرګ ژوبلو خبرونه تر لاسه کیږي.

د افغانستان د مشرانو جرگې هم د سه شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کي په افغانستان کي د وروستيو ناامنيو په اړه اندېښنه وښووله. سناتورانو وويل، چي وسله والو طالبانو په ځانمرگو بريدونو، وسله والو يرغلونو او ماين چاودنو سره په خلکو کي ويره رامنځ ته کړې ده.

د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزديار وويل، چي افغان حکومت او نړيواله ټوله بايد د طالبانو په اړه سياست کي له سره کتنه وکړي.

له هغه وخت راهيسي چي د بهرنیو سرتیرو د وتلو او افغان امنيتي ځواک ته د امنيتي مسئوليت د سپارلو پروسه پیل شوې ده يو شمېر افغانانو ته دا بيره پيدا شوې ده چي ښايي د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې يو ورا بيا کورنۍ جګړه پيل شي. خلګ وايي طالبان دې نېټې ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي.

خو په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال گونتر کتڅ په دغه خبري غونډه کي وويل، چي د طالبانو او القاعدې پر ضد د دوی جګړه پای ته نه ده رسیدلې، بلکي یووازي افغانانو په افغانستان کې د دغې جګړې مشرتوب پر غاړه اخیستی دی.

د هغه په خبره افغان ځواکونه اوس د هیواد پر نوي سلنه خاوره باندي امنیتي کنترول لري او واګي یي په مستقلانه توګه په خپل لاس کي دي:

«افغان امنیتي ځواکونه په هغو سیمو کي د پوځي عملیاتو مشري لري، چې د افغانستان نوي سلنه خلک ژوند پکښي کوي او ژر به دا ټول مسئولیت پرغاړه واخلي. ایساف ځواکونه به د افغان ځواکونو په روزنه، سمبالولو او مشره ورکولو کي کار کوي او دا پروسه ښه پرمخ روانه ده.»

ایساف د افغانانو هغه اندیښنې چې ګويا دا تړون به یي یوازي پریږدي بابیزه وبللې او زیاته یي کړه چې ناټو به د افغانستان د خلگو د یوه همکار په توګه د اوږدې مودي له پاره له افغانستان سره وي او په دې د افغانستان خلک، دښمنان او ګاونډیان ټول خبر دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په داسي حال کي د وسله والو طالبانو له خوا د څو ولسواليو د تر فشار راتلو په اړه خبري کوي، چي يوه اوونۍ مخکي د بدخشان ولايت په وردوچ ولسوالۍ کي نزدې ۱۲۰ تنه پوليس څو ورځي د وسله والو کسانو له خوا کلابند شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب