لس هيوادونه چي تر ټولو زيات انسانان ورڅخه مهاجر شوي
سوريه د هغو لسو هيوادونوکې لمړی ځای لري چې په ۲۰۱۶ کال کې یې اروپا ته تر نورو زیات مهاجر راغلي. دغه هيوادونه د اروپا د همدې کال ۷۶ سلنه مهاجر تشکيلوي. پاتې نور کوم هیوادونه دي؟
افغانستان ۱۲ سلنه
په ۲۰۱۶ کال کې له سورېې څخه وروسته په لسو هيوادونو کې دويم هيواد افغانستان دی چې اروپا ته یې زيات شمير اتباع مهاجر شوي دي. د دغو لسو هيوادونه په ۲۰۱۶ کال کې د اروپا ۷۶ سلنې مهاجرو تشکيلوي. اروپا ته په دغه کال کې یوازې د اوبو له لارې نژدې ۳۵۹ زره مهاجر راغلل.
نايجريا ۱۰ سلنه
د يونيسف ادارې د ارقامو له مخې، نايجريا دريم هیواد دی چې په ۲۰۱۶ کال کې ورڅخه ډیر خلک اروپا ته مهاجر شوي. نايجريايي مهاجر په دغه کال کې د اروپا د ۷۶ سلنې مهاجرو څخه ۱۰ سلنه برخه تشکيلوي.
عراق ۸ سلنه
په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته د مهاجرت په بهير کې تر سوريې، افغانستان او نايجريا وروسته عراق راځي. دغه هيواد د لسو هيوادونو له مهاجرو څخه ۸ سلنه برخه تشکليوي او په څلورم مقام کې راځي.
اريتيريا ۶ سلنه
ايريتيريا هم د لسو هغو هيوادونو په کتار کې راځي چې په ۲۰۱۶ کال کې يې اروپا ته زيات مهاجر لرل. يونيسف ادارې د دغه هيواد مهاجر ۶ سلنه ښودلې.
ګينيا ۴ سلنه
ګينيا هم د لسو هغو هيوادونو په کتار کې راځي چې په ۲۰۱۶ کال کې ورڅخه اروپا ته مهاجرتونه شوي. ګينيايي مهاجر د اروپا د دغه کال د ۷۶ سلنې مهاجرو له ډلې څخه ۴ سلنه برخه تشکيلوي.
د عاج ساحل ۴ سلنه
د عاجل ساحل بيا د لسو هيوادونو په رديف کې اووم ځای لري.
ګامبيا ۳ سلنه
ګامبيا هيواد په هغو لسو هیوادونو کې اتم ځای لري چې په ۲۰۱۶ کال کې يې اروپا ته زيات مهاجر لرل. دغه لس هيوادونه د اروپا د ټولو مهاجرو۷۶ سلنه جوړوي چې له ډلې څخه یې ۳ سلنه یې ګاميبيايان دي.
پاکستان ۳ سلنه
پاکستان هم په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته مهاجرت لرل. پاکستان د نهم ځای په لرلو سره د اروپا د ۲۰۱۶ کال د مهاجرو ۳ برخه تشکيلوي.ي
سنيګال ۳ سلنه
سينګال په لسو هيوادونو کې چې په ۲۰۱۶ کال کې يې اروپا ته مهاجر لرل تر ټولو وروستی (لسم) ځای لري. دغه هيواد هم د پاکستان په شان د لسو هيوادونو د ۷۶ سلنې مهاجرو له ډلې څخه ۳ سلنه برخه تشکيلوي.