لس هغه څه چې آلمان ته تر رسیدو مخکې باید پرې خبر یاست
کله چې تاسو آلمان ته د کډوال په توګه رسیږي نو ځینې موضوعګانې دي چې تاسو باید پرې خبر یاست. هر څه واضیح نه دي. په آلمان کې ځینې ټولنیز نورمونه موجود دي چې تاسو یې باید مرعت کړي.
د کار له اجازې پرته څوک کار نه شي کولای
په منځني ختیځ، افریقا او افغانستان کې د یو شمیر هیوادونو پر خلاف، په آلمان کې د کار اجازې پرته کار کول د قانون خلاف دي. که یو څوک د پولیسو له خوا ونیول شي چې د کار اجازې پرته دنده ترسره کوي، نو له کاره کوښه کیږي او آن زندان ته استول کیدای شي.
دولت باید مالیه ورکړل شي
د آلمان د مالیات سیستم یو څه مغلق دی خو بیا هم که څوک مالیات تحویل نه کړي، نو دا د قانون خلاف کار دی. د قانون له لحاظه د مالیاتو نه ورکول له ټولنې څخه غلا بلل کیږي. د مالیاتو ورکول یو مسوولیت ده. هغه بهرنیان چې په آلمان کې کار کوي باید د دغه هیواد دولت ته مالیه ورکړي.
د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی نه زغمل کیږي
په آلمان کې د ماشومانو وهل یو جنایي جرم دی. په دې هیواد کې د ماشومانو د تربیې له پاره د هغوی وهل د منلو وړ نه دي. ماشومان نه په ښوونځي او نه هم په کور کې وهل کیدای شي. د آلمان په قانون کې راغلي دی: «ماشومان د دې حق لري چې له تاوتریخواي پرته تربیه شي. له فزیکي او یا هم رواني لحاظه د هغوي وهل، او یا هر بل ډول ناوړه چلن د منلو وړ نه دی.»
ماشومان باید ښوونځي ته ولاړ شي
هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تلو عمر یې پوره شوي وي، باید په کور کې پاتې نه شي او یا هم ورباندې نور کارونه و نه شي. کله چې یو ماشوم شپږ کلن شي نو باید په ښوونځي کې ثبت شي او خپل درسونه پیل کړي. تر دې مرحلي وروسته باید ماشوم لږ تر لږه د لسو کلونو له پاره زده کړې وکړي. د دیني لاملونه له کبله له ښوونځي څخه د ماشومانو د منع کولو اجازه نه شته.
باید په ډیر لوړ غږ خبرې و نه کړئ!
که تاسو په خپل کور کې په لوړ غږ خبرې وکړئ نو ګاونډیو ته مو مزاحمت کیږي. دا په خاصه توګه په آلمان کې د شپې له خوا یوه ستونزه ده. تاسو باید د شپې له لسو بجو بیا د سهار تر شپږو بجو پورې په لوړ غږ خبرې و نه کړئ.
په پلورنځایونو کې د توکو بیې ثابتې دي
په ډیر شمیر هیوادونو کې د توکو د رانیولو پر مهال د بیې کمولو له پاره هڅه کولو، یو معمول کار دی. خو دا کار په آلمان کې شونی نه دی. که تاسو غواړی په آلمان کې ارزانه توکې راونیسئ نو کولای شئ چې د انترنت له لارې خریداري وکړئ.
حیواناتو ته په خپل سر خوراکي توکې مه ورکوئ
په آلمان کې ډیر وخت حیوانات وحشي نه وي. د دغو حیواناتو له پاره آلمان ځانګړی قانون لري. د بیلګې په توګه پرته له اجازې د یوه ګاوڼډي پشي ته د خوراکي توکو ورکول ښه پریکړه نه ده. که دغه پشي له تاسو سره د خپل صاحب په پرتله ډیر علاقه پیدا کړي نو صاحب یې پر تاسو قانوي دعوا کولای شي.
پر وخت خپلې وعدې ته رسیدل په آلمان کې ډیر مهم دي
په آلمان کې پر وخت وعدو ته رسیدل ډیر مهم دي. که تاسو یوه ځای ته ناوخته ورسیږی نو دا په آلمان کې ښه نه ګڼل کیږي. خو که کله چاره نه وي، نو باید تاسو نورو ته احوال ورکړئ چې ناوخته رسیږئ.
خلکو ته ډیر مه نزدې کیږئ!
په ډیرو کلتورونو کې د سیمې ماشومانو ته د ډالیو ورکول، د هغوی مچول او به غیږ کې اخیستل عادي کار دی. خو په آلمان کې دا هر څه د ماشوم والدینو بورې اړه لري. باید ماشومانو ته ډیر نزدې نه شئ. دا مهمه نه ده چې هغوی له تاسو سره څومره صمیمي کیدل غواړي.
خپل موټر د سړک پر غاړه مه پرمینځئ
په آلمان کې څوک اجازه نه لري چې په خپل کور کې خپل موټر پریمینځي. د دې کار لامل له چاپیریال څخه ساتنه ده. هغه صابون چې تاسو د خپل موټر په پاکولو کې کاروئ چاپیریال ته زیان رسوي. په آلمان کې د موټر مینځلو رسمي ځایونه دغه مضر مواد له اوبو بیلوي او څمکې ته د هغوی د جذبیدو مخه نیسي.