لس تنه برمته شوي ماين پاکان خوشي شول
۱۳۸۶ شهریور ۱۹, دوشنبهاعلان
قومي مشرانو د برمته شويو خوشي کېدل غوښتي وو او له يرغملگرو سره يې خبرې اترې کړې وې. داسې ښايي چې برمته کوونکو ته به پيسې په بدل کې نه وي ورکړل شوې. ديارلس تنه ماين پاکان تېره اونۍ له ناڅرگندو يرغملگرو له خوا د افغانستان په سويل ختيځ، د پکتيا په ولايت کې نيول شوي وو. طالبانو د دغې کړنې پړه نه ده منلې او وايي چې په دغو پېښو کې لاس نه لري.