1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لخضر براهیمي چین ته په دوه ورځني سفر ځي

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16ZJz

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړی استازی لخضر براهیمي به د سه شنبې په ورځ چین ته په یوه دوه ورځني سفر ولاړ شي. هغه تیره ورځ په مسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي وو. دواړه هیوادونه چین او روسیه د بشارالاسد د رژیم ملاتړي دي او دوه وارې یې د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې د سوریې پر ضد پریکړه لیکونه ویټو کړې دي. له بل پلوه په سوریه کې لا هم د دولت او اپوزیسیون تر منځ د جگړو رپوټونه ورکړل شوي دي. د لندن میشته سوریایي بشري حقونو د ټولنې د رپورټ پر اساس تیره ورځ په سوریه کې د نښتو په ترڅ کې ۱۳۰ تنه وژل شوي دي.