لخضر ابراهیمي ښايي د سوریې له پاره ځانگړی استازی وټاکل شي
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهاعلان
د ملګرو ملتونو او عرب لیګ له خوا د سوریې له پاره نوي ټاکل سوی استازی ښایي د الجزایر پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیر لخضر ابراهیمي وټاکل سي.
د ملګرو ملتونو د دیپلوماتانو په حواله دغه ۷۸ کلن وگړی د کوفي عنان د ځای ناستي په توگه یو مناسب سړی بلل کیږي. ویل کیږي چې د دغې دندې له پاره دوه تنه نور کاندیدان هم په پام کې نیول شوي دي چې یو ئې د ناتو پخوانی عمومي منشي خاویر سولانا او بل ئې د هسپانیې پخوانی د بهرنیو چارو وزیر میګویل انجل موراتینوس، دئ. براهیمي د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ډیرې لوړې دندې پر غاړه لرلي دي چې د هغوی په ډله کې د افغانستان او عراق له پاره د ځانگړي استازه دنده هم شامله ده.