د رفیق حریرې د وژل کیدو محکمه پیل شوه
۱۳۹۲ دی ۲۶, پنجشنبهد لبنان اوسیدونکي د دغه هیواد له پاره د ځانگړې محکمې په اړه چې د ملگرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمنه ده بېلا بېل نظرونه لري. دغه محکمه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د جنوري ۱۶مه) د لبنان د پخواني صدراعظم او سوداگر رفیق حریري د قتل په اړه پیل شوه. یو ۶۲ کلن لبنانۍ کتاب پلورونکی ابو مروان، وایي: «زه دغه محکمه مهمه گڼم، او همداشان د هغې پایلې. عاملین باید پر دې پوه شي چې هغوی به پرته له جزا پاتې نه شي.»
خو د یوه ستر پلورنځي خاوند علي احمد بیا بل ډول نظر لري او وایي: «دا د حزب الله پر ضد یوه امریکایي او اسرائیلي توطیه ده. حزب الله د اسرائیلو پر ضد جگړه کړې او په سویلي لبنان کې یې اسرائیلو ته ماتې ورکړه ده. اوس له دې امله هغوی [حزب الله] ته جزا ورکول کیږي.»
د ۲۰۰۵ کال د فبروري د میاشتې پر ۱۴مه نیټه د حریري د موټرو پر کاروان باندې بمي برید وشو او په دغه پیښه کې ۶۱ کلن سني سیاستوال حریري او نورو ۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د سني مشر فواد سینوریا تر مشرتابه لاندې د لبنان د هغه وخت حکومت د ملگرو ملتونو له امنیت شوری څخه وغوښتل چې د دغه قتل د څیړنې له پاره یوه ځانگړې محکمه جوړه کړي. اوس په دغه ځانگړې محکمې کې د حزب الله د پنځو غړو په غیاب کې د اقامې دعوی شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې شعیه مذهبه حزب الله گوند محکمې ته د خپلو پنځو تنو د غړو ورسپارل رد کړي دي او په دې شان د هغو کسانو پر ضد چې د اقامې دعوی شوې د محاکمې پر مهال به یې څوکۍ خالي وي.
په لبنان کې د دغه ځانگړې محکمې په اړه د خلکو نظر د هغوی د سیاسي پلوي توب هنداره ده. ابو مروان سنی دی او د «راتلونکي غورځنگ» چې د رفیق حریري له لوري یې بنسټ ایښودل شوی وو پلوی دی. علي احمد بیا برعکس د حزب الله څخه ملاتړ کوي.
لقمان سلیم چې له دواړو سیاسي گوندونو سره تړاو نه لري په دې باور دی چې دغه محکمه به د لبنان په نوي تاریخ کې یوه مهمه مرحله وي. هغه زیاتوي: «د دې په نظر کې نیولو پرته چې سړی د کوم سیاسي لوري ملاتړ کوي، دغه محکمه به زموږ په سیاسي کلتور کې یوه نوې موضوع رامنځ ته کړي چې هغه د مسؤلیت اصل دی. زه د خوښۍ احساس کوم چې دغه لحظه وینم چې لبنانیان له هغې سره څرنگه چلند کوي. دغه یو ريښتنی امتحان دی.»
په عین وخت کې لقمان سلیم خوشبینه نه دی او وایي چې لبنانیان دغه ځانگړې محکمې ته د غچ اخیستنې، توطیې او یا هم دغه هیواد په دوو برخو د ویشلو د سمبول په توگه گوري، یعنې د سنیانو او شعیه گانو تر منځ تقسیم. لقمان سلیم او د هغه میرمن مونیکا بورگمن د لبنان د معاصر تاریخ په روښانولو کې زیات زیار ایستی دی او د خپل هیواد د کورنیو جگړو له پاره یې یوه آرشیف تأسیس کړی دی.
رفیق حریري په لبنان کې د ۱۵ کلنۍ کورنۍ جگړې (۱۹۹۰ – ۱۹۷۵) وروسته د ډیری لبنیانیانو له پاره د دغه هیواد د بیا رغاونې یو سمبول وو. د یوه سوداگر او د سیاستوال په توگه هغه په ځانگړې توگه بنسټیزې پروژې پیل کړې وې. د هغه د مرگه کابو نهه کاله وروسته د سنیانو او شعیه گانو تر منځ یوه داسې کشمکش موجود دی چې تر مخه نه وو. پر دې سربیره د گاونډي هیواد سوریې جگړه هم په کرار کرار لبنان ته غځیږي او په دې ترتیب تر لیرې د سیاسي ثبات اټکل نه کیږي.