لاگارد: نړیوال اقتصادي کړکیچ باید حل شي
۱۳۹۱ مهر ۴, سهشنبهاعلان
د نړیوال وجهي صندوق مشرې کریستیان لاګارد، په اروپا او امریکا متحده ایالاتو کې له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې د روان مالي کړکیچ پر ضد کوټلي ګامونه واخلي.
هغې وویل چې د تصمیم خاوندان باید خپلې ژمنې پوره کړي او موافقه شوې پریکړې په عمل کې پلي کړي ترڅو نړیوال اقتصاد د روان کړکیچ ضد مبارزه کې په سمه لار وخوځیږي.
لاګارد یادونه وکړه چی په دی لاره کی هر ډول ناباوري د نړیوال اقتصاد د رغونې مخه نیسي.