1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاگارد، د نړيوال وجهي صندوق مشره و ټاکل سوه

۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبه

د نړيوال وجهي صندوق(IMF) اجرائيوهيئت د رايو په اکثريت سره د فرانس د مالي چارو وزيره کرسټين لارګارډ د خپلي نوي مشري په توګه ټاکلې. پدغه ټاکنو کي د لاګارډ حريف د مکسيکو څخه آګسټين کارسټنز وو.

https://p.dw.com/p/11lUV
کريستين لاگارد
کريستين لاگاردانځور: dapd

د ډومنيک سټراوس کاهن تر استعفي وروسته د نړيوال وجهي صندوق د مشرتابه چوکۍ خالي سوې ول. د سې شنبې په ورځ د دغه ادارې 24 کسيز اجرائيوهيئت د فرانسې د ماليه چارو وزيره د خپلي نوي مشري په نوم ونوموله او دغه فيصله د رايو په اکثريت سره تر سره سوه. هغه به د نړيوال وجهي صندوق لومړنۍ ښځينه مشره وي.

د لا ګارډ سره پر امريکا او اروپا سربيره د چين، برازيل، انډونيزيا او هندوستان ملاتړ هم مل وو.

د لاګارډ د مشري په توګه تر انتخابيدو وروسته ځيني هيوادونو د دغي خبر هر کلی کړی. د انګلستان د ماليي وزير جارج اوسيورن پدي خپله خوښي څرګنده کړي، د فرانسي ولسمشر نکولا سرکوزي بيا د لاګارډ انتخابيدل د فرانسي د فتح سره تعبير کړې.

د نړيوال وجهي صندوق د مشري له پاره د مکسيکو څخه نوماند آګسيټن کارسټنز هم د لاګارډ له پاره د نيکو هيلو غوښتنه کړې. د امريکا د متحده ايالاتو د ماليي وزير ټموتي ګايټنر په وينا لاګارډ پوهه ښځه ده او هغه به نړيوال وجهي صندوق په خپلو تجربو سره ونازوي.

کرسټين لاګارډ د 2007 م کال څخه را پديخوا د فرانسي د ماليې وزيري په توګه کارکوي. تر دې دمخه هغې د فرانسې د بهرني تجارت د وزيري په توګه هم دنډه اجراکړې.

کرسټين لاګارډ په 1956 م کال کي په پاريس کي زيږيدلې، لوړي زده کړي يې په فرانسې او د امريکا په متحده ايالاتو کي سر ته رسولي.

د نړيوال وجهي صندوق د بنسټ ډبره په 1944 م کال کي کيښودل سوې ده، د دغه ادارې مشري د هر اروپايي هيواد مالي چارو کارپوه ته سپارل کيږي. د بلي خوا د جهاني بانک مشري د امريکا په متحده ايالاتو پوري اړه لري.

دويچه ويله/ سيدرياض

کتونکي؛ نجيب الله زيارمل