لاوروف: افغانستان ته عسکر نه لېږو
۱۳۹۱ مهر ۱۸, سهشنبهسرگي لاورف په مسکو کي خبريالانو ته وويل، چي د غه تړون هم لکه د شانگهای سازمان تړون يوازي د غړو هيوادونو په چوکاټ کي ستونزو ته کتنه کوي:
«په دې اړه نه خبري سوي دي او نه هم کيږي. دا اوازې دي د داسي یو ماموريت پر سرباندي چي له غړو هيوادونو څخه د باندي وي هيڅ فکر نه دئ سوی.»
د سه شنبې په ورځ وختي سهار خبري آژانسونو داسي راپورونه خپاره کړل چي گويا د عمومي امنيت تړون وايي، چي له افغانستان څخه د ايساف ځواکونو تر وتلو وروسته کيدای سي، چي دغه هيواد ته د دغه تړون سوله ساتي ځواکونه ولېږل سي.
د قزاکستان په پلازمېنه الماتا کي د دغه تړون د مشر مرستيال واليري سيميريکوف وويل، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل هر وخت زموږ د تړون د غړو هيوادونو په غونډه کي د اجندا لومړۍ موضوع وي:
«دا ښکاره خبره ده، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو کرار کرار وتل زموږ د خبرو اترو اصلي موضوع وي.»
هغه په الماتا کي د انترفکس خبري اژانس د کنفرانسونو په تالار کي په يوه خبري غونډه کي وويل:«افغانستان ته د دغه تړون د سوله ييز ځواک لېږل په دغه هيواد کي په امنيتي وضعيت پوري اړه لري.»
د واليري سيميريکوف په خبره د عمومي امنيت تړون سازمان له غړو هيوادونو څخه د افغانستان په اړه يوه کاري ډله جوړه سوې ده:
«دغه ډله به په دقيق ډول په افغانستان کي د حالاتو پر وړاند ويني او د هغه له پاره د حل لارو پر پيدا کولو باندي کار کوي.»
هغه زياته کړه، چي موږ د افغانستان له پاره سر له اوسه پر يو لړ پلانونو باندي کار کوو، چي څرنگه کولای سو په دغه هيواد کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نشه يي موادو د کښت او قاچاق مخه ونيسو.
داسي ويل کيږي، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به هلته د نشه يي موادو کښت او قاچاق نور هم زور واخلي.
د عمومي امنيت تړون د ۱۹۹۲ کال د می د مياشتي پر ۱۵ نېټه د څو هيوادونو له خوا لاسلیک سو. په دغه تړون کي له ۶ څخه تر ۹ هيوادونو پوري غړيتوب لري.
په لومړي سره دغه تړون ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان ازبکستان او روسيې له خوا د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي لاسليک سو.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش