1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاورا »بوش« اودافغانستان بيځایه ستاینه

حسن بری۱۳۸۴ فروردین ۳۱, چهارشنبه

دطالبانوپرحکومت باندی دامريکادمتحده ايالتونوترمشرۍ لاندی دلويديځوهيوادونوديرغل يودليل داؤچی دطالبانورژيم په افغانستان کی دبشرحقوقواوپه ځانگړی ډول سره بيادښځوحقوقوته سپکاوی کوی او افغانی ښځی یی له هرډول حقوقوڅخه بی برخه کړيدی.

https://p.dw.com/p/DMsM
انځور: AP

دامريکادمتحده ايالتونو First Lady ، لاورا »بوش«، په کابل پوهنتون کی ديوې غونډې په ترڅ کی، په افغانستان کی دښځودمساوات اوزده کړې په برخوکی دپرمختگونوستاينه وکړه اوويی ويل: » دایوخاص امتيازدی چی سړی هغه د نه منلووړپرمختگ ونمانځی، کوم چی افغان ولس په تيروکلونوکی کړيدی.«
د ښځودآلمانی ټولنې، مډيکامونډياله، مشره، ډاکټر مونيکا »هاوزر«، دلاورا »بوش« وينا، دټولوافغانی ښځو پرمخ يوه څپيړه گڼی. له مونيکا »هاوزر« سره مرکه، دلته اوريدلای شۍ.