1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لامرت، د اردوغان گواښونه په کلکه رد کړل

مارک هالم۱۳۹۵ خرداد ۲۰, پنجشنبه

د آلمان د پارلمان ریئس نوربېرت لامرت، د ترکیې د ولسمشر اردوغان له خوا د آلمان پارلمان د ترکي الاصله غړو پر ضد گواښونو باندي سخت انتقاد کړی دی. لامرت انقرې ته واضح پیغام استولی دی.

https://p.dw.com/p/1J3ff
Deutschland Bundestag Armenienresolution
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان پارلمان ریئس نوربرت لامرت د ترکیې د ولسمشر رجیب طیب اردوغان هغه گواښونه په کلکه رد کړي دي چې د آلمان د پارلمان د ترکي الاصله استازو پر ضد یې کړي دي. لامرت وویل: «دا چې په ۲۱ پیړۍ کۍ په دیموکراتیکه توگه یو انتخاب شوی ولسمشر د آلمان د فدرالي شورا یا بوندستاگ په دیموکراتیکه توگه پر انتخاب شوو استازو باندي خپل انتقاد له شک او تردید سره د هغوی له ترکي اصل سره تړي، د هغوی وینه ککړه گڼي، داسې یو څه ما ممکن نه گڼل.» هغه یادونه وکړه: «د پارلمان پر غړو باندي دا بد گوماني چې گويا هغوی د ترهگرو پروپاگندچیان دي، زه په کلکه ردوم.»

وروسته له هغې چې د آلمان پارلمان د ارمنیانو عام وژنه چې سل کاله مخکي شوې وه له يوې پریکړې سره د «ولس وژني» په توگه وغندله اردوغان د آلمان پارلمان ترکي الاصله استازي د دغه پریکړه لیک په پلویتوب د رایې ورکولو له کبله د منع کړی شوي کردي کارگر گوند یا پې کې کې، ښي لاس وباله. اردوغان دا هم ویلي چې دغه استازي باید خپله وینه په لابراتو کې معاینه کړي. په انټرنیټ کې ترکي الاصله پارلماني استازو ته ډیر زیات گواښونه وشول.

Deutschland Berlin Demonstration Türkischer Verbände gegen Armenien-Resolution
په آلمان کې د ترکانو مظاهرهانځور: DW/O. Coskun

د اردوغان څرگندونو ته په اشارې سره لامرت وویل: «قسماً له کرکې ډک گواښونه او د سپکاوي خبري له بده مرغه د ځینو جگپوړو سیاستوالو د څرگندونو سره هڅول شوي دي.»

د ارمنستان په تړوا یوه پریکړه لیک چې کابو یوه اوونۍ تر مخه د آلمان پارلمان له لوري په کابو اکثریت سره تصویب شو، په ترکیه کې د سختو غبرگونونو د راپارولو سبب گرځیدلی دی. د عثماني امپراتورۍ پر مهال په دغه عامه وژنه کې ۱،۵ میلیونو انسانانو ژوند له لاسه ورکړ.

د آلمان د پارلمان رئیس په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي: «موږ هر انتقاد په وړین تندي منو او هر ډول شخصي برید او شخړایز بحث زغمو. خو هر هغه څوک چې د گواښونو په واسطه په انفرادي توگه استازو باندي د فشار راوستلو هڅه کوي نو په دي باندې باید پوهه شي چې هغه په حقیقت کې پر ټول پارلمان حمله کوي.» لامرت اعلان وکړ چې: «موږ به په دې اړوند د ټولو امکاناتو سره غبرگون وښيو، کوم چې د قانون په چوکاټ کې موجود دي.»

لامرت یادونه وکړه چې د ولس ټول استازي چې د خپل سیاسي فعالیت له کبله له گواښ سره مخامخ کیږي او یا تر فشار لاندې راځي، د ټول پارلمان له پیوستون څخه برخه من دي.

Berlin Cem Özdemir vor der deutschen Zeitungsdredaktion Zaman in Berlin
د آلمان په پارلمان کط ترکي الاصله استازي هم د ترکیې پر وضعیت نیوکه کويانځور: picture-alliance/dpa/B. Jutrczenka

له ترکي سازمانونو څخه غوښتنه

لامرت ویلي دي چې په آلمان کې ترکي ټولنې او د برلین په براندنبورگ ترکي فدراسیون د پارلمان د استازو په حق کې دغه توهین زشت او د نه منلو وړ بللې او انتقاد یې پرې کړی دی. لامرت زیاته کړې ده چې دی هیله من دی چې په آلمان کې ستر ترکي سازمانونه هم د ولس د استازو او دموکراسې باندې د حملې پر ضد د دوی تر څنگ ودریږي او په عین وضاحت سره څرگند دریځ ونیسي.

همداشان د آلمان حکومت هم د پارلمان د غړو پر وړاندې پر حملو او گواښونو باندې نیوکه کړې ده. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د سه شنبې په ورځ وویل چې د آلمان پارلمان له هغو استازو جوړ دی چې په آزاده توگه ټاکل شوي دي او د ترکي اړخه د هغوی پر وړاندې تورونه «د درک وړ او د پوهیدو نه دي.»