1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان سره د هوکړه لیک پر ضد لاریون

محمد ابراهم سپېڅلی۱۳۹۴ خرداد ۲۷, چهارشنبه

په کندهار کي د يوه لاريون او ستري غونډي په ترڅ کي هغه وهکړه لیک وغندل سو چي د افغانستان او پاکستان د استخباراتي معلوماتو د شريکولو په برخه کي څه موده دمخه د دواړو هيوادونو د استازو تر منځ لاسليک سوی دی.

https://p.dw.com/p/1Fic8
انځور: DW/M. Ibrahim Specalai

په دغه لاريون او غونډه کي د کندهار د ولایتی شورا، ولسي جرګې او په مشرانو جرګه کي د دغه ولايت استازو او قومي مشرانو، مخورو، سپین ږیرو، دیني عالمانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د لاريون او غونډي گډونوالو ټولو په یوه خوله له پاکستان سره د یاد هوکړه لیک لاسلیکول وغندل او ويل يې، چي د پاکستان استخباراتي چارواکو له افغانستان سره تل دښمنی پاللې او هیڅ وخت يې پر خپله ژمنه وفا نه ده کړې.

په مشرانو جرګه کي د کندهار د خلکو استازي نعمت الله خان اڅګزي یاد هوکړه لیک د عبدالرحمن خان او انګزیزانو ترمنڅ له ترسره سوی تړون سره ورته یاد کړ.

هغه وويل: «څومره ستونزي چي هغه تړون افغانانو ته جوړي کړي، دغه تړون هم هغسي له ستونزو ډک تړون دی او په کلونو کلونو به افغانان ځني کړیږي.»

د کندهار د عالمانو شورا رئيس مولوی عبیدالله فیضانی بيا وويل چي «پاکستان لا تراوسه پوري زموږ په خاوره کی جهاد روا ګڼي، زموږ مخور، سپين ږیري، دینی عالمان او دولتي چارواکي په یو او بل نامه راوژني. موږ له هغه سره لاسلیک سوی هوکړه لیک نه منو او نه بل چاته اجازه ورکوو، چي دا تړون ورسره لاسلیک کړي.»

په کندهار کي په داسي حال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر وړاندي مظاهره او پراخه غونډه کيږي، چي ځينو افغان چارواکو ويلي ول چي د دغه هوکړه ليک مسوده لاسليک سوې نه په خپله هوکړه ليک.

د ولسمشر غني مخکني ویاند اجمل عابدي ويلي دي چې د استخباراتي اطلاعاتو په نامه هوکړه لیک د دواړو هېوادونو تر منځ نوې موضوع نه ده او تر دې وړاندي هم دغو هېوادونو په خپلو کې همکاري لرله.

په کندهار کي لاريون کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چي دغه هوکړه ليک لغو کړي.

په کندهار کي غونډه
په کندهار کي غونډهانځور: DW/M. Ibrahim Specalai