1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قيوم کرزی د زلمي رسول په گټه تير سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۵, پنجشنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور د جمهوري رياست په ټاکنو کي د زلمي رسول په گټه تير سو. د کرزي تر دغه اقدام وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو انتخاباتي کمپاينونه يوې نوي مرحلې ته ننوځي.

https://p.dw.com/p/1BKzo
انځور: Reuters

قيوم کرزي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۶) په يوه خبري غونډه کي د زلمي رسول په حضور کي وويل: «زه او زما انتخاباتي تيم خپل ځان د يوه نوي ايتلاف اصلي برخه گڼو او له ډاکټر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلانوو.»

د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول چي د اوسني ولسمشر حامد کرزي يو له نژدې طرفدارانو څخه شمېرل کيږي په دغه خبري کنفرانس کي وويل:

«سر له اوسه دواړه ټيمونه د يوې گډي بريا له پاره مبارزه کوي...او زه مطمين يم چي د خدای پاک په لطف او د افغانستان د خلکو په ملاتړ سره به موږ دغه انتخابات وگټو.»

زلمي رسول او قيوم کرزي د دې ترمخه په کابل کي د يوه ايتلاف د جوړلو په اړه غونډي کړي وې. د راپورونو له مخي د دغو جلسو په يوه کي يې داسي پريکړه سوې وه چي زلمی رسول دي د قيوم کرزي په گټه تير سي، خو ويل کيږي چي جمهور رئيس کرزي دغه وړانديز نه وو منلی.

ولسمشرۍ ته ټول کانديدان
ولسمشرۍ ته ټول کانديدان

افغان ولسمشر حامد کرزي اعلان کړی دی چي د ۱۳۹۳ کال د حمل مياشتي پر ۱۶ نېټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کي به د پنځو تنو کانديدانو ملاتړ و نه کړي. خو د زلمي رسول په گټه د قيوم کرزي تيرېدل کېدای سي په انتخاباتي مبارزه کي هغه ته وزن ورکړي.

له بلي خوا يو د بل په گټه د نورو کانديدانو د تيرېدو گنگوسې هم رواني دي. له دغو کانديدانو څخه يو هم گل آغا شېرزی دی چي له زلمي رسول او قيوم کرزي سره يې په غونډو کي برخه لرله، خو د يو چا په گټه تېرېدل يې رد کړي دي.

د زلمي رسول په گټه د قيوم کرزي په تېرېدو سره نو اوس د جمهوري رياست له پاره ۱۰ تنه کانديدان يو له بل سره سيالي کوي. داسي احتمال سته چي په راتلونکو ورځو کي به د هغو کانديدانو شمېر چي اوس يې خپلو ټاکنيزو کمپاينونو ته دوام ورکړی دی لږ سي.