1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قيوم کرزي د اشرف غني ملاتړ وکړ

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ خرداد ۱۸, یکشنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزیي ورور قیوم کرزي نن په رسمي توگه د ډاکټر اشرف غني احمد زي ملاتړ وکړ. کرزي ويلي دي چي د غوره تگلاري په پام کي نيولو سره د تحول او تدوام له ټيم سره يوځای کيږي.

https://p.dw.com/p/1CEXg
انځور: picture-alliance/ZUMA Press

قیوم کرزي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۸) په رسمي توگه له خپل ټیم سره د دوهم پړاو ټاکنو په لړ کي د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

قیوم کزي وویل تر مشورو او د کانديدانو د تگلارو تر لوستلو وروسته دې نتيجې ته ورسېد چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي: «د ډاکټر صاحب مطرحو، علمي او نړیوالو تجربو د هیواد په دې حساسو وختونو کې، په عاطفي نه، بلکې حقاني چوکاټ کې وهڅولم چې خپل انتخاب ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی کړم.»

د ولسمشر کرزی ورور قیوم کرزی وايي چي له دواړو کانديدانو سره پوره پېژندګلوي لري خو اشرف غني یې ځکه ټاکلی دی چې د یو اباد افغانستان له پاره ښه تګلاره لري.

هغه د دواړو ټیمونو له استازو څخه غوښتنه وکړه چې په ټاکنیز بهیر کې له سپکو سپورو ویلو څخه ډډه وکړي، څو د ملت تر منځ درځ رامنځته نه شي.

د لمړي پړاو له نوماندانو څخه داود سلطانزوی، سردار نعیم او قیوم کرزي د اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی، خو د اسلامي حزب استازی او د ولسمشرۍ د لمړي پړاو کانديد قطب الدین هلال او هدایت امین ارسلا لا هم تر دې مهال بې طرفه پاته دي.

د قیوم کرزي له خوا د اشرف غني د ملاتړ په غونډه کې غني وویل چې په تیر وار ټاکنو کې ډير کسان په امنو سیمو کې له رايو ورکولو څخه بې برخي پاته شوي ول.

احمدزي وويل چي په شلو ولایتونو کې د سیمه ییزو پرېکړو پر اساس مرکزي حکومت هم بې له څېړني د یو میلیون په شاوخوا کې وګړي په قصدي توګه له رايي ورکولو بې برخي کړي ول:

«نن په ډیره خواشینۍ سره وایم چې تر پرونه پوري یوه پروسه تر کار لاندي وه چې د یوه میلیون په شا و خوا کې زموږ خوندي او وروڼه له رایې روکونې محروم شوي او دا موږ ته د منلو وړ نه ده.»

احمدزي زياته کړه چي سیمه يیزو چارواکو مرکزي حکومت ته د یو شمېر امنو سیمو د ټاکنیزو سایټونو د پرانستلو لېست له دې کبله نه وو لېږلی چې هلته د ده رایه ډیرېده او زیاتوي چې د دې ستونزي د هوارۍ له پاره يې د کورنیو چارو له وزیر سره خبري کړي او هغه هم د بیا څېړني ژمنه کړې ده.

اشرف غني احمدزي د خپلو کمپایني هلو ځغلو له پیله تر دې دمه پر دې باندي ټینګار کړی دی چې خپل سیال عبدالله عبدالله دي ورسره په مناظرو کې ګډون وکړي، څو تګلاري څرګندي شي خو د ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا منل شوي نه دي: «نن طلوع د اقتصاد په اړه یوه خپرونه لرله خو بیا ډاکټر صاحب عبدالله کنسل کړه. زه نه پوهیږم چې چیري به یوه مناظره جوړه شي چې موږ یو له بل سره پر ملي مسایلو باندي وږغیږو، یو ملي بحث د ملي یوالي، پرمختګ او بدلون له پاره اړین دی.»

د مور او ميرې چلن

د ټاکنو کمېسیون یوې ولایتي سرچينې چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي دويچه ويله ته وویل چې په غزني ولایت کې د امنیه قومندان له خوا یو اړخیزه چلند کېږي. د هغه په خبره د یوه نوماند په ګټه یې ډیر ټاکنیز مرکزونه پرانستي، خو د بل د پلویانو امن سیمي یې هم په نا امنو کې حسابلي دي.

په ورته وخت کې د ټاکیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې تر دې مهاله يې د دوهم پړاو ټاکنو په کمپاینې موده کې ۱۱ شکایتونو ورسره ثبت شوي او تر څېړنې او ارزوني وروسته به یې له رسنیو سره شریک کړي.

که څه هم یو شمېر کارپوهان او عام وګړي د دوهم پړاو ټاکنو پر وړاندي له ستونزو ویره لري خو د امنیتي اورگانونو له خوا ډاډ ورکړل شوی دی چې دا پړاو ټاکني به هم په بشپړ امن کې تر سره شي.