1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قندوز: ځانمرگي بريد 7 افغان پوليس ووژل

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د افغان امنيتي چارواکو په وينا د هيواد په شمال کي د امام صاحب په ولسوالۍ د زيارت په ورڅ يوه ځانمرگي بريد کوونکي د ناټو او افغان پوليسو د موټرو په قطار کي څان والوزاوه.

https://p.dw.com/p/OcNK
د افغانستان په شمال کي د ناقراريو پيښي زياتي سوي ديانځور: picture-alliance/dpa

افغان چارواکو ويلي دي چي د تاجسکستان و پولې او د قندوز ولايت ته نژدې د ناټو او افغان امنيتي چارواکو د موټرو پر يو قطار ځانمرگی بريد سوی دی. د چارواکو په وينا بريد د زيارت په ورځ تر سره سو او لږ تر لږه 7 افغان پوليس يې وژلي او يوولس نور يې ژوبل کړي دي.

د ولايتي پوليسو يوه افسر عبدالرحمن و رائټرز خبري آژانس ته د پيښي پخلی کړی دی او ويلي يې دي چي ځانمرگی بريد کوونکي په خپل موټر کي چاودېدونکي مواد پټ کړي وه. د نوموړي په وينا د بريد کوونکي خپل موټر د امنيتي چارواکو په قطار کي وواهه چي په ترڅ کي يې چاودنه رامنځ ته شوه.

په تيرو اونيو کي د افغانستان په جگړه کي توندوالی راغلی دی. د جولای تيره مياشت حتی د جگړې د پيل راهيسي تر ټولو خونړۍ مياشته وه. په نوموړې مياشت کي 66 امریکايي عسکرو ووژل سول چي له وجې يې په امريکايي ولس کي د افغانستان د جگړې ملاتړ لا زيات راټيټ سوی دی.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی/آژانسونه

کتونکی: عبدالحکيم باري