1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قذافي په وروستیو ورځو کې د لیبیا طلا پلورلې

۱۳۹۰ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د لیبیا د مرکزي بانک مشر، قسیم عزوز، ویلي چې قذافي د خپل د رژیم په ورستیو ورځو کې د لیبیا د طلا د زیرمو شل سلنه پلورلې. د هغه په وینا د دغې طلا ارزښت د یو میلیارد یورو څخه زیات وو.

https://p.dw.com/p/12VLz
د لیبیا د پخوانی مشر
د لیبیا د پخوانی مشرانځور: dapd

د عزوز په وینا د لیبیا پخواني مشر، معمرالقذافي، د خپل د رژیم په وروستیو ورځو کې 29 ټونه طلا چې ارزښت یې 1.7 میلیاردو دینارو ته رسیږي په محلي تجارانو پلورلې. هغه ویلي چې قدافې د طلا په پلورلو د اپریل په میاشتې کې پیل وکړ کله چې د ده پر رژیم تحریمونه سخت شول.

یاده شوي طلا په نړۍ کې د طلا د اصلی قیمت څخه ارزانه پلورل شوې ده. غزوز ویلی چې د طلا د پیسو څخه د معاشونو د ورکولو لپاره کار اخیستل شوی وو.

د لیبیا د مرکزي بانک د چارواکو په حواله د پلورل شوې طلا څخه یوه برخه یې د لیبیا ګاوڼډیو او نورو هیوادونو ته لاره پیدا کړي.

اوس چې د لیبیا مالې سیستم یو ځل بیا د نړیوالو تحریمونو وروسته په کار پیل کړی معلومیږي چې ډیري پیسې د قذافی او رژیم لخوا حیف او میل شوي وي.

د لیبیا د مرکزی بانک مشر ویلي چې د لیبیا د مرکزې بانک پیسې غلا شوي نه دي. د هغه په وینا د قذافي رژیم پر دې مشهور وه چې د لیبیا پیسې یې له حسابونو بیرون مصروفولې او یا خو یې په خپلو شخصي زیرمو کې ساتلي.

عزوز ویلې چې د لیبیا د هغو پیسو د پیدا کولو لپاره چې د قذافې رژیم په خپلو شخصي حسابونو کې ساتلي به خپل ټول زیار وباسي. هغه زیاته کړې چې د دغو پیسو د پیدا کولو لپاره به هیواد په هیواد، بانک په بانک، کور په کور او واټ په واټ ولټیږي.

خو اوس د دې خبرې معلومول ستونزمن کار دی چې قذافي په مشخصه توګه څومره پیسې په خپل شخصي حسابونو کې ساتلي دي. خو د لیبیا چارواکي وایې چې دوی به د دغو پیسیو د پیدا کولو لپاره پلټنې پیل کړي.

د لیبیا د مالي چارو چارواکو همداراز ویلي چې دوی به د تيلو زیرمي هم تر خپلي بررسۍ لاندي ونیسي ترڅو دا خبره معلومه شي چې څومره تیل د قذافي د رژیم لخوا حیف او میل شوي دي.

که څه هم اوس مهال په لیبیا کې ډیری خلک د پیسو د نه درلودو او د لوړو قیمتونو د ستونزو سره مخامخ دي خو د مرکزي بانک چارواکي وایې چی دغه ستونزې یې تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل