قذافي: تر مرگه به د خپلي خاوري دفاع وکړم
۱۳۹۰ فروردین ۳, چهارشنبهقذافي د لويدځو دغه حملې د «اسلام پر ضد جګړه» وبلله. هغه وويل: «دا د اسلام پرضد يوه نوې صليبي جګړه ده. د ټولي اسلامي نړۍ پوځونه بايد لاس سره يو کړي. په آسيا، افريقا، امريکا او اروپا کي ولسونه د خپلو مشرانو مخالف دي. موږ به د يرغاګرو پر ضد دا جګړه وګټو، زه تاسو ته وايم چي زه له دې الوتکو او له دې تاوانونو څخه ويره نه لرم. دا زما کور دی، زه دلته پاته کيږم.»
قذافي هڅه کوي چي په خپلو دغه ادعاو سره چي ګواکي دا يوه «صليبه جګړه» پر خپل ضد نړيواله ټولنه سره بيله کړي او هغه پر اسلامي او لويديځي نړۍ وويشي.
که څه هم د الجزاير د بهرنيو چارو وزير د لويديځو متحدينو هوايي حملې «نا مناسبه» ګنلي، خو په عمومي توګه عربي ټولني د ملګرو ملتو د امنيت د شورا له پريکړي چي د ليبيا پر هوايي قلمر باندي دي د الوتني بنديز ولګاوه، ملاتړ کړی دی.
د حکومت مخالفين د قذافي رژيم د پوځ پر ضد د نورو زياتو هوايي حملو غوښتنه کوي.
له خوا تيره شپه د بنغازي ښارته نژدي د امريکا متحده ايالاتو يوه پوځي جت الوتکه نسکوره سوې. د هغې پيلوټانو د پاراشوت په واسطه ځانونه وژغورل. د متحده ايالاتو د افريقا د برخي د پوځي قوماندانۍ يو وياند وويل چي پيلوټان ژغوول سوي دي او الوتکه د يوي تخنيکي ستونزي له امله نسکوره سوې ده، نه د قذافي د رژيم د هوايي ضد حملو په نتيجه کي.
په داسي حال کي چي د قذافي د رژيم پر ضد د څو لويديځو هيوادونو پوځي عمليات دوام لري، خو لا تراوسه پوري د متحدينو تر منځ وروستی توافق نه دی سوی چي څوک د دې عملياتو عمومي قومانده په غاړه ولري.
د يو وروستي خبر له مخه، فرانسې ويلي دي چي له امريکا متحده ايالاتو او بريتانيا سره تفاهم ته ورسيده چي ناټو هم په دي عملياتو کي يومهم نقش ولوبوي.