قبرس د اروپا د مرکزي بانک او نړیوال وجهي صندوق مرستو ته اړتیا لري
۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبهاعلان
قبرس غواړي چي د خپلي داخلي بودجې د بیا سمبالولو له پاره له دوو لارو مرستي تر لاسه کړي. پس له دې دغه هیواد د جون د میاشتي په پای کي اعلان وکړ چي د یورو د ژغورني د صندوق تر چتر لاندي راسي، اوس د قبرس د بانک نوټونو مشر پانیکوز دیمیتریادیس د دغه هیواد د بانکونو له پاره د مستقیمي مرستي غوښتنه کړې ده. ده د هندیلز بلت په نامه المانۍ ورځپاڼي ته وویل چي ددغه ډول مستقیمو مرستو تر لاسه کول پس له ۲۰۱۳ کاله د ده د هیواد له پاره ضروري دي. ده زیاته کړه چي د اروپايي ټولني، د اروپا د مرکزي بانک او نړیوال وجهي صندوق مرستي باید د اکتوبر په میاشت کي لا پیل سي. دیمیتریادیس دا هم وویل چی قبرس به د پنځو کلونو له پاره د راوپايي ټولني او نړيوال وجهي صندوق مرستو ته اړ وي.