1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاضي: په بگرام کي بنديان له ربړولو شکايت کوي

۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبه

دافغانستان د پلټنو يو کمېسيون وايي چي د بګرام په زندان کي بنديان کړول سوي او ډيری ئې پرته له کوم جرم څخه هلته بنديان دي. خو کمېسيون دا هم وايي چي د بنديانو پر بدن ئې د کړولو څه نه دي ليدلي.

https://p.dw.com/p/13g0x
«د بدن هغه ځايونه ئې پلټل شوي دي چي انسان د حقارت احساس کوي»
«د بدن هغه ځايونه ئې پلټل شوي دي چي انسان د حقارت احساس کوي»انځور: picture-alliance/dpa

خو ددې کمېسيون غړو د بنديانو پر وجود باندي د وهلو او ټکولو کومه نخښه نښانه نه ده ليدلي. ددې پلټنو نتايج تر هغه وروسته خپريږي چي څو ورځي مخکي افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکايي ځواکونو څخه وغوښتل چي د بګرام زندان کنترول دي افغان حکومت ته وسپارل شي. د کمېسيون رئيس ګل رحمان قاضي پرون يوې خبري غونډي ته وويل:

«د بګرام زندان د ليدني کتني پر مهال ځينو بنديانو له ناوړه چلند څخه شکايت کاوه، او ځينو نورو بيا له ربړونو څخه شکايت درلود.»

قاضي وويل چي بنديانو ده ته وويل، چي هغوی وهل شوي دي، د بدن هغه ځايونه ئې پلټل شوي دي چي انسان د حقارت احساس کوي او په يخنۍ کي درول شوي دي.

د پلټني د کمېسيون مشر د يو تن بندي عبدالجبار نومي چي ۷۱ کاله عمر لري، کيسه ياده کړه. دغه سړی په يوه تياره کوټه کي ساتل کېدی او په وهلو ټکولو کښي ئې يو غاښ هم ورایستلی دئ.

قاضي وويل: «ما شحصاً د بنديانو پر بدن د وهلو او ټکولو نښاني پيدا نه کړې، خو هغوی ادعا درلوده چي ربړول شوي دي.»

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت يوه وياند وويل چي هغوی د پلټني د کمېسيون د رپوټ يوه نسخه تر لاسه کړې ده او هغه به «په ځير سره مطالعه کړي.»

پرهغو افغانانو باندي کنترول، چي د امريکايي ځواکونو له خوا نيول شوي دي د کابل او واشنګتن تر منځ د ستراتيژيک تړون په وړاندي ستر خڼد بلل کيږي.

پر دې سر بيره په دې لار کي بل خنډ د ناټو له خوا د شپې عمليات دي چي افغان حکومت د هغو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د تړون دغه موافقه به ټول هغه شرايط تعريف کړي چي د هغو له مخي به د ۲۰۱۴ کال وروسته امريکايي ځواکونه په افغانستان کي پاتي شي.

د پلان له مخي د نوموړي کال په پای کي بايد ټول بهرني جنګي سرتيري له افغانستان څخه ووزي، خو تر کومه ځايه چي روان وضعيت ته څوک ګوري، د وتلو بهير ورو دئ.

په بګرام کي د افغان بنديانو د وضعيت د پلټني له پاره ولسمشر حامد کرزي دغه کمېسيون د تيري پنجشنبې په ورځ له هغه وروسته مؤظف کړ چي د امريکا له متحده ايالاتو څخه ئې وغوښتل چي د نوموړي زندان کنترول دي د يوې مياشتي په ترڅ کي افغانانو ته وسپارل شي.

په دغه زندان کي ډيری هغه کسان بنديان دي چي په افغانستان کي د امريکا او ناتو تر مشري لاندي ايساف ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي نيول کيږي.

د پلټني د کمېسيون مشر، ګل رحمان قاضي د افغانستان د خپل واکمنۍ موضوع ته په اشارې سره وويل چي «بهرني ځواکونه اجازه نه لري چي په افغانستان کي زندانونه ولري، افغانستان يو خپلواک او خپلواکمن هيواد دئ او خپل اساسي قانون لري.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل