1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیفا، د پارلمان د کار نیمگړتیاوي او خلاوې ارزولي

حسين سيرت۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

فیفا یا د آزادو ټاکنو عادلانه بنسټ د پارلمان د شپږ میاشتني کاري فعالیت په هکله خپل رپوټ خپور کړی دی. دغه رپوټ ښيي چې د ولس د استازو د لاس ته راوړنو سربیره، پارلمان خپلې خلاوې او ستونزي هم لري.

https://p.dw.com/p/1HAJY
انځور: DW/H. Sirat

د فیفا، یا آزادو ټاکنو عادلانه بنسټ مسوولین وایي چې د پارلمان د نظارت له پاره یې یو پروگرام تر لاس لاندې نیولی دی، چې مشخصه شي چې د مقننه قوې فعالیت په شفاف ډول پر مخ ځي او د خلاوو د موجودیت په صورت کې، هغه باید په گوته شي.

د قوانینو تصویبول، پر حکومت نظارت او د خلکو استازيتوب د افغانستان د پارلمان اصلي دندي دي، خو فیفا وایي چې داسې شواهد موجود دي چې پارلمان په ځینو مواردو کې نه دی توانیدلی خپلې دندې په سمه توگه پرمخ یوسي.

د نعیم اصغري، په نوم د فیفا یوه تن مسوول د یکشنبې په ورځ (د نوامبر ۲۲مه نېټه) په کابل کې په خبري کانفرانس کې د ځینو قوانینو نه تصویب د ولسي جرگې د نیمگړتیاوو په توگه عنوان کړل: «د قوانینو په تصویب کې ځنډ چې آن څو کاله په بر کې نیسي. د قانون له مخې هره مسوده باید په پارلمان کې له یوې میاشتې زیات وخت و نه نیسي. خو د قوانینو ځینې برخې نه دي تصویب شوي او کلونو کیږي چې له تصویبیدو پاتې دي.»

د ځینو استازو په تکراري ډول غیر حاضري، د ولسي جرگې یوه له لويو ننگونو څخه ده. د ولسي جرگې په عمومي غونډو کې د استازو نه حضور د دې سبب شوی دی چې یو قانون په څو میاشتو کې تصویب نه شي.

له قوانینو سره سیاسي چلن هم د پارلمان له نیمگړتیاوو څخه یاده شوې ده. ښاغلي اصغري په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه: «د ځیني قوانینو نه تصویبول یوه له نیمگړتیاوو څخه وه. ځیني وخت له قوانینو سره سیاسي چلن شوی دی او دا د دې سبب شوی دی چې قوانین پر خپل وخت او زمان تصویب نه شي.»

پر حکومت باندې د نظارت په ترڅ کې فساد

د ولسي جرگې یوه له قانوني وظایفو څخه د حکومت له فعالیتونو څخه نظارت دی. هغه وزیران چې و نه شي کولای په سمه توگه خپلې دندې پرمخ بوځي، د پارلمان له لوري استیضاح کیږي او د هغوی د سلب صلاحیت حق لري.

خو داسې انديښنې شته چې د ولس د استازو او وزیرانو تر منځ پټو معاملو، د پارلمان نظارتي نقش تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د افغانستان د پارلمان استازو د کابیني د وزیرانو د سلب صلاحیت له پاره ځیني وختونو څو واري جدي تصمیم نیولی او د استیضاح له پاره کافي لاسلیکونه راټول شوي، خو ځینو استازو خپل لاسلیکونه بیرته اخیستي او د وزیرانو له استیضاح څخه پر شا شوي دي. په وروستیو ورځو کې په ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي ادعا وکړه چې داسې اسناد په لاس کې لري چې ځیني استازي له وزیرانو څخه امتیاز اخلي، څو په پارلمان کې د هغوی د استیضاح مانع وگرځي.

فیفا پر دې خبره ټینگار کوي چې د افغانستان پارلمان باید پرانیستی او ځواب ویونکی اوسي او داسې میکانزم جوړ کاندي چې د هغې پر اساس استازي و نه شي کولای د خپلو شخصي گټو له پاره د مقننه قوې عمل تر پوښتنې لاندې راولي. د فیقا اجرائيوي رئیس یوسف رشید، وویل: «پر داسې یوه میکانیزم باید کار وکړي چې د باور رایې، استیضاح او سلب اعتماد په هغې کې شامل اوسي. څو واري په خپله د وکیلانو له لوري دا مسئله مطرحه شوې ده چې د یوه وزیر د استیضاح له پاره استازي لاسلیک کوي، خو بیا وروسته خپل لاسلیک اخلي. دا مسله ایجابوي چې پارلمان باید شفاف عمل وکړي.»

بې نتیجې بحثونه

فیفا یا د آزادو ټاکنو عادلانه بنسټ وایي چې د ولسي جرگې استازو تل د هیواد د سترو ننگونو د حلولو په موخه بحثونه کړي دي خو تر اوسه پر دې نه دي توانیدلي چې د دغو ستونزو د حلولو په موخه له حکومت سره په همکارۍ یو عملي پروگرام جوړ کړي.

په دې هکله نعیم اصغري وویل: «له بده مرغه له حکومت سره پر یوې پالیسۍ یا تدوین شوې ستراتیژۍ باندې کار نه دی شوی، څو د پارلمان بحثونه وشي کړای د خلکو د ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.»

اوسمهال په افغانستان کې د بیکارۍ معضله او جگړه د افغانانو له پاره په لوی سرخوږي اوښتي دي خو پارلمان پر دې نه توانیدلی چې په دغو برخو کې حکومت ته کوم حل لاره وړاندیز کړي.

د فیفا، مسوولین وایي چې د پارلمان د فعالیتونو په هکله د رپوټ چمتو کولو له اهدافو څخه یو هم د پرانیستي او ځواب ویونکي پارلمان پر لور حرکت دی، څو وکولای شي د خلکو اړتیاوو ته رسیدگي وکړي.