فيليپ VI د هسپانيا نوی پاچا سو
۱۳۹۳ خرداد ۲۹, پنجشنبهاعلان
د هسپانیا نوي پاچا فيليپ په مادريد کي تر لوړه کولو وروسته وويل چي دی به اساسي قانون ته وفادار وي او هر وخت به مشورو ته غوږ نيسي او مشورې به ورکوي: «زه همشه عمومي گټي په پام کي نيسم.»
فيليپ خپل پلار خوان کارلوس ته د احترام مراسم ادا کړل، چي تيره ورځ يې تر څلوېښتو کلونو پاچاهۍ وروسته استعفا وکړه.
نوې ۴۱ کلنه مليکه لېتيڅه او دوې شازادگياني ۸ کلنه ليونر او ۷ کلنه سوفيا هم د پاچاهۍ په مراسمو کي د فيليپ تر څنگ ناست ول.
خوان کارلوس د جون مياشتي په لومړيو کي اعلان کړی وو چي له تاج و تخته به استعفا وکړي. په وروستيو کلونو کي مختلفو رسوايو د هسپانيا سلطنت ته سخت تاوان رسولی وو.
د هسپانيا اقتصاد په رشد کي دی، خو بيا هم په دغه هيواد کي په سلو کي ۲۵ سلنه وگړي بې کاره دي، چي دا په اروپا کي يو له لوړو شمېرو څخه دي.