1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيضي:د ستراتيژيک سند پر لاسليکولو بحث پيل سو

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

افغان حکومت وايي چي له بهرنيو ځواکونو څخه د شپنيو عملياتو د واک ورسپارلو د سند تر لاسليکولو وروسته د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيک سند د لاسليکولو پر سر بحث پيل سو.

https://p.dw.com/p/14aRH
انځور: AP

چارواکي وايي چي دغه ستراتيژيک تړون به په شيکاگو کي د ناټو له سرمشريزي مخکي لاسليک سي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي او د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د سه شنبې په ورځ( د اپريل ۱۰) په يوه خبري غونډه کي د شپنيو عملياتو د مسئوليت سپارلو هرکلی وکړ او زياته ئې کړه چي دا د افغانانو د بشري حقونو ساتل دي:«دا د افغانانو له پاره یو تضمين دئ، نه يوازي داچي تر دې وروسته ئې کورونه د بهرنيانو له خوا نه تلاشي کيږي، بلکي پخپله افغان به بېله يوه حقوقي سنده دهغوی په کور نسي ورننوتلای.»

دا په داسي حال کي ده چي يو شمېر کارپوهان بيا وايي چي افغان امنيتي ځواکونه ددې توان نه لري چي د شپې عمليات په يوازي سر تر سره کړي.

خو په دې خبري غونډه کي د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وويل، چي افغان امنيتي ځواکونه ددې توان لري چي د شپې عمليات وکړي:«هغه تجهزات چي د شپې په عملياتو کي د امريکا سپيشل فورس ځواکونه لري، هغه زموږ ځواکونه هم په اختيار کي لري. په دې برخه کي بايد هيڅوک تشويش و نه کړي.»

هغه وويل چي افغان امنيتي ځواک هم په هغو وسلو سمبال دئ چي امریکايي ځواکونه ئې لري. خو هغه زیاته کړه چي افغان ځواکونه يوازي او يوزاي د هوايي ځواک له خوا کمزوري دي چي په هغه برخه کي به بهرني ځواکونه مرسته ورسره کوي.

د شيکاگو کنفرانس له پاره تياری

اوس د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيران د امریکا متحده ايالاتونو ته سفر کړی دئ، چي د شيکاگو کنفرانس له پاره تياری او له امریکايي چارواکو سره د افغان ځواکونو پر اړتياو باندي وږغيږي.

په پام کي ده چي په دې سفر کي به د افغان امنيتي ځواک پر کميت او کيفيت باندي له امریکايي چارواکو سره هم خبري وسي.

د شيکاگو په کنفرانس کي به نړيواله ټولنه د نورو لسو کلونو له پاره د افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړي.

د دفاع وزارت وياند وويل، چي تراوسه پوري د نورو لسو کلونو له پاره په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د پاتيدلو خبره نه ده مطرح، ولي د شيکاگو دغونډي مهمه موضوع به د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ او تجهيز وي.

عظيمي وويل، چي د هغه هوکړي پراساس چي اوس سوې ده، په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته نړيواله ټولنه له افغانستان سره هر کال ۴،۱ ميليارد ډالره مرسته وکړي.

حسين سيرت/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل