1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوټبال د مخدره موادو د اعتياد پر وړاندي

برېښنا صابر/هينريک بوت۱۳۹۲ بهمن ۷, دوشنبه

د اعتیاد او زور زیاتي په مخنیوي کې ورزش ډیر رول لري. تنکي ځوانان که په خپل بې کاره وخت کې په فعاله توګه بازيو ته وهڅول شي نو تر ډيره ځايه به يې نشوو ته د مخه کولو لاره نیول شوې وي.

https://p.dw.com/p/1AxxU

لي روی او اولیور دوه ځوانان دي چې له لوبو سره ډیره لیوالتیا لري. خو دغه دواړه ځوانان کلونه کلونه په مخدره موادو او قمار اخته ول. اولیور په چرسو او قمار اخته وو او لي روی، د هیروینو نشه کوله.

لي روی وايي: «هره ورځ چې به له خوبه راپاڅيدم نو همدا فکر به راسره وو چې آیا نن به کافي پیسې ولرم او که نه او یا څرنګه به وکولای شم چي د نشه يي موادو د رانیولو له پاره پیسې پيدا کړم؟ څو شپې پرله پسې به مي خوب کولای نه شوای. کوکایینو زه ډیر ټمبل کړی وم. سړی بیا هیڅ کولای نه شي.»

اولیور هم ورته تجربې کړي دي. دی وايي چې په مخدره موادو اخته کسان د ژوند له ډيرو لوړو ژورو څخه تیریږي او زیاتره کسان له همدې امله په ژورو خفګانونو اخته کیږي.

له هغه وروسته چې اولیور او لي روی، له دې عادت څخه د خلاصیدو له پاره په یوه روغتون کې درملنه پیل کړه نو له دې لاري دوی د اندریاس تویسلمن په فوټبال لوبډله کې شامل شول.

اندریاس تویسلمن د آلمان د هامبورګ ښار له «ځوانانو سره د ځوانانو مرسته» ټولني یو تداوي کوونکی دی. دغه ټولنه د ځوانانو د کار او اعتیاد څخه د خلاصون په برخه کې له ۱۹۷۰ میلادي کال راهیسې په هامبورګ ښار کې ټولنزي مرستي وړاندي کوي.

اندریاس تویسلمن درې کاله د مخه دغه لوبډله جوړه کړه چې یوازي پکښې په مخدره موادو اخته ځوانان شامل دي. دلته د منظمو تمرینونو او سياليو له لاري له ځوانانو څخه د نشه يي موادو د لیري کولو هڅه کیږي. اندریاس تویسلمن په دې هکله وايي:

«دلته په رښتیا د یووالي یو احساس راپیدا شو. ټول ځوانان یو دي او یو له بل سره په هر څه کې شریک دي. دوی یو ځايي په لوبه کې بریالي کیږي او یوځای یې بایلي. دغه شان دوی یو بل ته اوږه ورکوي او په همدې توګه د سپورت هغه ډولونه چې د لوبډلي په درلودو سره ترسره کیږي، د تماس متقابلي اغېزې او د ټولنیزو پروسو زمینه برابروي. ځکه په دې توګه ټول یو له بل څخه استعفاده کوي.»

د تویلسمن دې لوبډلي په بېلابېلو سياليو کې برخه اخیستې ده خو تر ټولو لويه بریا یې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په لیوبک ښار کې د آلمان د سړکونو فوټبال اتلولي خپلول ول. د لوبغاړو او په ځانګړې توګه په نشه يي موادو د اخته کسانو له پاره بریا ډيره مهمه ده.

خو د تویلسمن په آند په لوبه کې بایلل هغه څه دي چې معتاد لوبغاړي ورسره باید چلن زده کړي، چې د فوټبال له لاري د درملني پروژې موخه ده او مرسته هم ورسره کوي. لي وری، په دې هلکه وايي:

«سړی دلته یوازي نه يي. له لوبډلي سره یوځای يي. په دې توګه سړی یو له بل سره مرسته کوي او یو بل ته قوت وربخښي. همدا هغه څه دي چې سړی هڅوي او وايي راځی چې یو وار بیا هڅه وکړو.»

د دې لوبډلي د ډېرو لوبغاړو په آند دغه احساس چې ده ته اړتیا شته او بې له ده دغه لوبډله نیمګړې ده، دوی ته یو مثبت سګنال ورکوي. تشویق هم هغه څه دي چې د دوی فکر مثبت لوري ته اړوي او د نشه يي موادو پر ځای بیا د ژوند نورو ښکلو شیانو ته فکر کوي.

خو د فوټبال د دې ځانګړي ټیم ټول لوبغاړي بیا په دې نه توانیږي. دوی بیرته په نشوو اخته کيږي او بیا هیڅکله بیرته تمرين ته نه راځي. خو اولیور، چې د آشپز په توګه زده کړي کوي، غواړي یو نورمال ژوند وکړي. لي روی، هم غواړي خپل ښوونځی سر ته ورسوي.