1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوټبال به سره د سبا په ټوله نړۍ کي په سلهاوو مليونه انسان مصروف وساتي

۱۳۸۹ خرداد ۲۰, پنجشنبه

د فټبال د نړيوالو مسابقو ۱۹ دوره ،چي رسمي نوم يې د فټبال نړيواله اتلولي FIFA دی، د جوزا پر ۲۱ د جمعې په ورځ په جنوبي افريقا کښي شروع کيږي...

https://p.dw.com/p/Nnjf
د نړيوالو اتلوليو لومړۍ لوبه په يوهانس بورگ کي تر سره کيږي
د نړيوالو اتلوليو لومړۍ لوبه په يوهانس بورگ کي تر سره کيږيانځور: AP

که څه هم هر کال د جهان ښه او ملي ټيمونه په مختلفو ملي او بين امللي مسابقو کښي شرکت کوي، او د اتلولۍ مقامونه هم پلاس راوړي ، خو د فټبال د نړيوالي اتلولۍ پلاس راوړل ، د هر ټيم او فټبالر آرزو ده.

کله چي توپ گول ته نژدې کيږي، نوپه سټوډيم کښي ددغه ټيم دطرفدارانو نارې او خوشالۍ پورته کيږي، او حتی هغه کسان چي په کورو کښي ټلويزون گوري، د ډيري خوشالۍ څخه پورته غورځي، او يا کله هم په مايوسۍ سره بيرته کښيني.

خو د فټبال نړيواله اتلولي د پخوا څخه تر نن ورځي پوري ډير تفاوت کړی دی. پداسي حال کښي چي په ۱۹۳۰ کال کښي د اوروگوای په نړيواله اتلولي کښي ډيرو لږو ټيمو او هيوادو برخه اخيستې وه ، او په سټوډيم کښي يې تماشاچيان هم کم وه ، خو نن ورځ بيا حتی ددنيا ډير ملي ټيمونه هم په اتلولۍ کښي د گډون حق پلاس نسي راوړلای ، او ټکټان يې هم په مياشتو مياستو دمخه خرڅ سوي وي.

تر لمړنۍ اتلولۍ راوروسته په تيرو ۸۰ کلو کښي د فټبال نړيواله اتلولي ډيره مشهوره سوې او مهمه سوې ده. ځکه نو ډير هيوادونه کوښښ کوي چي په هغه کښي گډون وکي.

د فوټبال تاکتيکونه
د فوټبال تاکتيکونهانځور: picture-alliance/dpa

هغه ته د ورننوتو دپاره په کار ده ، چي اول ټيمونه په خپلو منځو کښي مسابقې سره وکي ، او په اتلولي کي د گډون وړتيا پلاس راوړي. البته د فټبال د بين امللي اتحادې FIFA تر کنټرول او نظارت لاندي. وروسته يوازي د مسابقو گټونکي معرفي کيږي. ميلمه پال هيواد اتومات په اتلولۍ کښي شرکت کوي ،او د وړتيا مسابقوته حاجت نلري.

هغه هيواد چي بايد د فټبال نړيواله اتلولي پکښي تر سره سي، هم په عادلانه ډول اوپه نوبت سره تعينيږي.

مثلأ سږ کال يوازي افريقايي هيوادو اجازه درلوده، ترڅو هغه ته ځانونه کانديد کي. د جنوبي افريقا تر څنگ مصر،مراکش، ليبيا او تونس هم ځانونه کانديد کړي وه ، خو د جنوبي افريقا چانس تر ټولو ډير ؤ ، او د فټبال نړيواله اتلولي هم همهلته تر سره کيږي.

د فټبال نړيواله اتلولي چي هر څلور کاله وروسته جوړيږي، تيره پلا په جرمني کښي دايره سوې وه، او ايټاليا پکښي د اتلولۍ لقب تر لاسه کړی ؤ.

محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل