1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فهيم: که ظلم راباندي وسي غره ته پورته کيږم

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، وایي چې د افغانانو تر ټولو لویوه اندیښنه د پوځي انتقال په اړه نه، بلکې د سیاسي انتقال په اړه ده.

https://p.dw.com/p/18npD
Afghan's Vice-President Mohammad Qasim Fahim talks to the journalists after former Afghan President Burhanuddin Rabbani was killed in a suicide attack in Kabul, Afghanistan, Tuesday Sept. 20, 2011. (ddp images/AP Photo/Ahmad Jamshid)
Afghanistan Vizepräsident Mohammad Qasim Fahimانځور: dapd

قسیم فهیم د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۱) د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو والیانو ته په خپله وینا کې وویل چې افغانستان له سیاسي انتقال سره مخامخ دی او تر ټاکنو وروسته یوازي یوه ملي اجماع کولای کوي چې داسي یو تیم رامنځ ته کړي چې افغانستان اداره کړای شي.

هغه پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې هدف یې هغه ملي اجماع نه ده چې زلمي خلیل زاد جوړه کړې ده. فهیم وویل چې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي زلمي خلیل زاد او قیوم کرزي د کاندیدو آوازو یو شمیر افغانان په اندیښنه کړي دي ځکه د هغه په خبره دغه افغانان فکر کوي چې دغه دواړه کسان امریکایان دي.

هغه ټینگار وکړ چې دغه دواړه کسان نه شي کولای په کابل کې د امریکا سفارت ته د خپلو پاسپورتو په سپارلو سره دا خبره ثابته کړي چې امریکایان نه دي.

فهیم وویل: «دا ډیره اړینه خبره ده چې په افغانستان کې یووالی، یوه هدف ته کار کول او یوه ريښتیني ملي اجماع رامنځ ته شي چي روښانه اهداف ولري او د خلکو د اعتماد وړ وي، دغه اجماع پر مخ ولاړه شي او په افغانستان کې ټاکني وشي.»

فهیم پردې خبره باندي ټینگار وکړ چې هغه تیم چې اوس افغانستان اداره کوي په اسانۍ سره نه دی جوړ شوی.

«که ظلم راباندي وشي نو غره ته خيژم»

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال وویل، هغه ډله چې تر ټاکنو وروسته قدرت ته رسیږي باید عقدې و نه لري. ښاغلي فهیم زیاته کړه اوس لا هم یو شمیرکسان خپلي عقدې ښکاره کوي. دغه افغان چارواکي ټینگار وکړ چې که حالات په همدې شکل پاته شي نو په افغانستان کې یو وار بیا د جگړې د پیلیدو امکان موجود دی.

فهیم وویل: «که بیا جگړه پیل شوه نو څوک به یې مخه و نه نیولای شي. که یو کس راباندې ظلم وکړي، نو خپله وسله مې پورته کوم او غره ته خيژم.»

فهیم هغه ادعاگاني هم غلطې وبللې چې وایي د افغانستان خلک بې وسلو شوي دي ځکه د هغه په خبره داسي څوک نه شته چې په راتلونکې کې د خپلې دفاع په اړه اندیښنه ونه لري.

«د بې وطني له پاره ژړا»

مارشال فهیم په خپلو خبرو کې د اروپايي هیوادونو مثال ورکړه او ویې ویل چې دغه هیوادونه اوس تر دوو جگړو وروسته د یو بل پر څنگ په سوله کې ژوند کوي. هغه ټینگار وکړي چې افغانان هم باید یو بل وزغمي او د سولې له پاره لاره اواره کړي.
فهیم د خپلو خبرو پر مهاله هغه وخت په ژړا شو چې د افغان کډوالو په اړه یې خبرې وکړي.