فنلند: په افغانستان کې برمته شوې فنلندۍ دي ژز آزاده شي
۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبهد فنلند د بهرنیو چارو وزیر تیمو سویني، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «موږ دغه برمته نیوونه او له هغه سره تړلی ظلم او تهدید غندو.»
فنلندي چارواکو له رسنیو څخه غوښتي دي چې د برمته شوې ویدیو خپره نه کړي، او یا هم د پیښې جزئیات بربنډ نه کړي، ځکه په خبره یې دغه کار برمته شوې ښخې ته تاوان رسولی شي، او د هغې د آزادولو هڅې لا مغلقوي.
دغه ۳۷ کلنه ښځه د مې میاشتې پر۲۰مه نیټه په کابل کي تښتول شوې. هغې په افغانستان کې له یوه سويډني مرستندویه سازمان سره کار کاوه. د هغې د برمته کوونې په پیښه کې یوه آلمانۍ ښځه او یو افغان ساتونکی ووژل شول. د فنلند یوې رسنې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې پر فیسبوک یې داسې یوه ویدیو لیدلې چې فکر کیږي د برمته شوې ښځې دي وي.
ویل شوي دي چې برمته شوې ښځې په ویدیو کې ویلي دي: «که برمته نیوونکی هغه پیسې چې غوښتې یې دي، ترلاسه نه کړي، نو له ما سره به ډیر بد کار وشي.»
په رپوټ کې راغلي دي چې کیدای شي دغه ښځه د یوه شخص له خوا برمته شوي وي، نه د یوې ډلې، ځکه چې هغې په ویدیو کې د «برمته نیوونکي» یادونه وکړه نه د یوې ډلې.
د فنلند د بهرنیو چارو وزارت او د Operation Mercy مرستندویه سازمان د خپرې شوې ویدیو په اړه نظر نه دی ورکړی. دغه سازمان په مرکزي اسیا، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې بشري پروژې پر مخ وړي.