1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلمي هنري ستورئ جېمز بانډ مړ سو

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

د سینمايي هنرمند روگر مور مشهوره رول جېمز بانډ ؤ. د ۱۹۷۳ او ۱۹۸۵ مو کلونو ترمنځ دغه ستوري د هوښیار جاسوس او ښځو اتل په توگه په ۷ فلمونو کي کار وکړ. اوس هغه د ۸۹ کالو په عمر مړ سو.

https://p.dw.com/p/2dSmI
UK Roger Moore
انځور: picture alliance/dpa/R. Vennenbernd

ددغه برتانوي هنرمند کورنۍ په تویتر کي لیکلي دي: «په ډیري خواشینۍ سره خبر درکوو،چي زموږ گران پلار ښاغلئ روگر مور- Roger Moore په سویس کی د سرطان د ناروغۍ سره تر یوې لنډی مجادلې وروسته مړ سوی دی.»

روگر مور خپل لمړنئ لوی رول په ټلویزوني سریالونو "Maverick" او "Ivanhoe" کي بازي کړ . په ۱۹۶۰ م کال کي د « دَ ساینټ" په سریال کي هغه د زیمون ټیمپلر په نامه په یوه جهاني ستوري بدل سو. د تونی کَرتیس- Tony Curtis سره ځای په جنايي سریال«دوهم» کي ښه وځلیدی او په ټوله اروپا کي مشهوره سو . خو دده مشهوره رول جېمز بانډ ؤ. د ۰۰۷ په نوم سره یې د ۱۹۷۳ م کال راوروسته فلمونو سلسلې «یا ژوندی پاتیږې یادي وژنم » کي د هوښیار اجېنټ او ښځو اتل په توگه ۷ واره جایزې تر لاسه کړې.
په فلمونو کي تر ښه ځلیدلو وروسته روگر مور په اجتماعي کارونو کی ډیر مشغوله سو. داسي چي په ۱۹۹۱ م کال کي د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د حمایې سازمان، یونیسف خاص استازئ سو. په ۲۰۰۳ م کال کي یې د ملکې الیزابت دوهمي لخوا د اشراف لقب تر لاسه کړ.

په سویس کي د سرطان سره تر لنډی مجادلې وروسته یې نن سه شنبه د مئ پر ۲۳ نیټه ساه ورکړه.

qm/ sw/bb (dpa/afp)