1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطین په نړیواله جزایې محکمه کې د غړیتوب غوښتنه کړې

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۳ دی ۱۳, شنبه

فلسطیني استازي د جمعې په ورځ په« نړیواله جزایې محکمه» کې د غړیتوب لپاره خپل غوښتلیک د ملگرو ملتونوسازمان ته وړاندې کړ.په دې محکمه کې غړیتوب فلسطینیانو ته د اسرائیلو پر وړاندې د جنگي شکایتونو ثبتولو امکان ورکوې.

https://p.dw.com/p/1EEVu
د فلسطین دغه غوښتنه د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې دی.
د فلسطین دغه غوښتنه د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې دی.انځور: picture-alliance/epa/Peter Foley

د نړیواله جزايی محکمه د روم د منشور له مخې جوړه شوی ده. په دغې محکمې کې چې مقر یی د هالند په دنهاگ کې دی، له غړیتوب سره به فلسطینیان وکړاې شي چې خپل جنایې شکایتونه تعقیب کړي.
د فلسطین دغه غوښتنه د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې دی. د «روم منشور» په ۱۹۸۸ کال په روم کې تصویب او په ۲۰۰۲ کال کې نافذ شوو.

فلسطیني استازي ریاض منصور، خبریالاتو ته وویل:« دا یو ډیر مهم گام دی. مونږ د هغو ټولو قربانیانو له پاره د عدالت غوښتونکي یو چې د اسرائیلي اشغالگرو ځواکونو په وسیله وژل شوې دي.»

ټاکل شوې ده چې د ملگرو ملتونو سازمان عمومي منشي بان کي مون به پر دغه وړاندیز غور وکړي او د ۶۰ ورځو په موده کې به یې د دغه سازمان غړو هیوادونو ته اعلان کړي.
د فلسطین د خپل واکمنې ادارې مشر محمود عباس د چهار شنې په ورځ د« نړیوالې جزایې محکمې» په گډون په ۱۶ نورو منشورونو کې د غړیتوب غوښتنې لاسلیک کړه.
دا گام یوه ورځ وروسته تر هغې پورته کیږي چې د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د هغې یوې پریکړې مخه ونیوله شوه چې د یو «مستقل فلسطینی دولت» د جوړیدو لپاره یی لاره پرانیستله.


امریکا متحده ایالات د فلسطین له دغه اقدام سره شدید مخالفت ښکاره کړ او دا کار یې له اسرائیلو سره د سولې خبرو اترو د بیا پيلیدو مخ ته خنډ وباله. فلسطینیان هیله مند دي چې په دغې محکمې کې د غړیتوب په ترلاسه کولو سره به وکولای شي د اسرائیلو له خوا د خپلو اشغال شوو سیمو په برخه کې خپلو حقونو ته لاسرسې پيدا کړي.

د یونسکو په سازمان کې د فلسطینیانو بیرغ
د یونسکو په سازمان کې د فلسطینیانو بیرغانځور: picture-alliance/dpa/I. Langsdon

د غزې جگړه
ریاض منصور وویل چې فلسطینیانو په دنهاگ کې «نړیوالې جزایې محکمې» ته د غزې په جگړه کې د اسرائیلو د جنگي جنایتونو په هکله هم یوه عریضه وړاندی کړې ده.
د ملگرو ملتوو سازمان د اټکلونو له مخې، د غزې په ۵۰ ورځنۍ جگړه کې چې د ۲۰۱۴ کال په دوبې کې رامنځته شوې وه، د ۴۰۰ ماشومانو په گډون ۲۲۰۰ فلسطینیان وژل شوې ول.

په ۲۰۱۲ کال کې د ملگرو ملتونو په سازمان کې د فلسطینیانو موقف له یوه «ناظر» څخه د یو« ناظر دولت» ته ارتقاع وکړای شوه. دې کار په «نړیواله جزایې محکمه» او نورو بین المللي سازمانانو کې د فلسطین غړیتوب ته لاره هواره کړه.
اسرائیل د روم د منشور چې د نړیوالې جزايی محکمې بنسټ جوړوي، غړیتوب نه لري او په همدې وجه د دغې محکمې قضایی صلاحیتونه هم په رسمیت نه پیژني.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، په دنهاگ کې له « نړیوالې جزایې محکمې» څخه وغوښتل چې د فلسطنیانو دا غوښتنه رده کړې، ځکه د « فلسطینیانو خپلواکمنه اداره» د یو دولت موقف نه لري. خو مخکې تر دې د دغې محکمې لوې څارنوالې بنسودا، ویلي وو چې فلسطینیان د روم په منشور کې د غړیتوب شراېط پوره کړي دي.