فلسطين: د ډيموکراسۍ بيه
۱۳۸۵ آذر ۱, چهارشنبهد حمس حکومت ښوونکوته نورمعاش نشي ورکولای او ښوونکي وايي، بې له پيسو، سبق نشته. د فلسطين په وروستيوپارلاماني ټاکنوکې د حمس گوند تربرياليتوب وروسته، لويديځوهيوادونو د حمس حکومت ته خپلې پولي مرستې بندې کړې. د دغه بنديز له کبله ٨،١ ميليونه زده کونکي زيانمن شويدي، ځکه چې د فلسطين په اکثريت ښوونځيوکې سبق نشته.
د دغه حالت سبب
جمال » الکوفاج « د الجبرښوونکی هم اعتصاب کوي. نوموړی وايي: » کله چې مونږ هيڅ خواړه نلرو، نو څنگه فکراوزده کړه وکړو. داامکان نلري. مونږله خوړوپرته ژوند نشوکولای. مونږ د خوړو او زده کړې لپاره پيسوته اړه لرو. « د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه حالت گناه د چاپه غاړه ده، » الکوفاج « وايي: » دايوه سخته پوښتنه ده اوځواب يې نورهم سخت دی. دازمونږگناه ده اوپه عين وخت کې د ټولې نړۍ. پر مونږباندې زښته ډيرفشارواچول شوچې په ډيموکراتيک ډول سره ټاکنې وکړو اومونږداکارهم وکړ. مونږ په ډيموکراتيکه توگه د حمس گوند وټاکی. ماهم د حمس گوندکانديدانوته خپله رايه ورکړه. د لست ټولو کانديدانوته نه، بلکه ځينوکانديدانوته. ځکه چې هغونوروکانديدانوته رايه ورکول، ناممکن و. «