فلسطينيان د مصر د سرحد څخه په زور تير سول
۱۳۸۶ بهمن ۳, چهارشنبهاعلان
څو هلته غذايي مواد او نور ضروري شيان رانيسي . تر هغه وروسته چي اسراييلو ځو ورځي دمخه د غزې د تراډي سرحدونه وتړل ، تر څو راکټي حملې بندي سي ، نو فلسطينيان د غذايي موادو او نورو شيانو، د شديد کمبود سره مخامخ دي .
پرون لا په سوو فلسطينيانو د رفآ پر سرحد يرغل کړی ؤ ،چي د امنيتي قواوو سره د اخوډب له کبله 70 تنه انسانان زخميان سوي وه . د اروپايي ټولني د خارجه چارو کميساري ، بينيټا فيريرو والډنر Benita Ferrero Waldner
او د منځني ختيح خاص استازي توني بلېر، د اسراييلو څخه په عاجل ډول وغوښتل ، څو د خلګو د تګ راتګ او مالونو د وړلو راوړلو دپاره لاري خلاصي کي .