1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فعالان: «اسلامي دولت» تر ۳۵۰۰ زیات اعدامونه تر سره کړي

۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

له کله راهیسې چې افراطي ډلې «اسلامي دولت» په سوریې او عراق کې په خپل سر د خلافت اعلان کړی ۴۵۹۱ کسان یې اعدام کړي. د فعالانو په وینا د جادوگرۍ او زنا په تور له خلکو سرونه پریکول کیږي، سنگساریږي او یا ژوندي سوځول کیږي.

https://p.dw.com/p/1HEWg
انځور: picture-alliance/AP Photo

لندن میشته د بشري حقونو د څارنې سوریایي سازمان د تیر میلادي کال د جون میاشتې راهیسې په سوریه کې ۳۵۹۱ اعدامونه ثبت کړي دي. د هغوی د معلوماتو له مخې په قربانیانو کې کابو ۲۰۰۰ ملکي کسان دي. زیاته شوې ده چې افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ښځو او ماشومانو هم دریغ نه دی کړی.

همجنس بازي، جاسوسي، جادوگري، زنا یا له اسلامي عقایدو څخه اوښتل هغه دلایل دي چې «اسلامي دولت» نومې ترهگره ډله د خپل نفوذ په سیمو کې خلک اعدام کړي. په دې ترڅ کې نوموړې ترهگره ډله په ځانگړې توگه د جنگي قوانینو د وژنو له میکانیزم څخه کار اخلي. د سوریایي فعالانو د وینا له مخې په دې ترتیب د مرگ په سزا محکوم شوي کسان په ډزو وژل کیږي، سرونه یې پریکول کیږي، سنگساریږي او یا ژوندي سوځول کیږي او یا له لوړو ودانیو لاندې غورځول کیږي.

د بشري حقونو د څارنې د نوموړي سازمان په وینا کابو نیمایي اعدام شوي کسان ملکیان دي چې د الشعیطات له سني قبیلي سره تړاو لري. زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۴م کال کې په دیر الزور ولایت کې د دغې قبیلې تر ۹۰۰ زیات کسان هغه مهال ووژل شول چې د نوموړې افراطي ډلې پر وړاندې یې پاڅون وکړ. زیاته شوې ده چې ۴۰۰ جنگیالي چې د هغوی له لیکو یې وتل غوښتل هم وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې نوموړی سازمان چې په لندن کې میشت دی د ځایي فعالانو په مټ خپل معلومات راټولوي، خو په ناپلوي توگه د دغو معلوماتو ارزول گران کار دی.

په سوریه او عراق کې خلافت

افراطي ډلې «اسلامي دولت» د سوریې او د عراق په شمال کې د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې په خپل سر د خلافت اعلان وکړ. د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ یو پوځي ائتلاف له یوه کال راهیسې د نوموړې ډلې پر مورچلو هوایي بمباري کوي. له څه مودې راهیسې روسیې هم په سوریه کې د نوموړې ډلې د مورچلو پر ضد هوایي بمبارۍ پیل کړي دي.