1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرشته مرسل : تبعیض ته به تسلیمه نه شم

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

فرشتې مرسل د آلمان غږ راډیو ته د «نامالومه سفر» په نوم يوه لس برخه يزه ډرامه ليکلې. د ډرامې اتل امان نومیږي چې غواړي په قاچاقي توګه اروپا ته مهاجرت وکړي. هغه د کورنۍ د مشرانو له مشورې نه سترګې پټوي.

https://p.dw.com/p/11d1G
د نارينه و او ښځو تر منځ د تبعيض نښه (آرشيف انځور)
د نارينه و او ښځو تر منځ د تبعيض نښه (آرشيف انځور)

د ده ژوند له ډېرو خطرناکو ستونزو او ګواښونو سره مخ کیږي. دا چې د امان دغه سفر څنګه تېريږي او پایله یې څه وه، نو د همدې ډارمې په اورېدو سره به پرې پوه شئ!

خو فرشته مرسل د خپل ژوند په اړه څه ويل غواړي؟ هغې پخپله کومې ستونزې ګاللې او څنګه يې ورته د حل لارې لټولې دي؟ دا په دې اړه کاږي:

په افغانستان- په تیره بيا پښتنو کې- اسانه نه ده، چې نجونې دې د خپلې خوښې وړ برخه کې کار وکړي. کله چې زه ماشومه وم نو لویه هیله مې له رسنيو سره کار کول وو. زه به د ماشومانو په لوبو کې هم ژورناليسته وم . خو ډاډه نه وم چې زه به خپلې هیلې ته ورسیږم. ځکه چې هغه وخت زموږ په ورځني چاپيريال کې د میرمنو د پرمختګ ټولې لارې بندې وې. هر څوک پوهیږي چې د کابل پر ښار او ښاریانو، په ځانګړي ډول پر ښځينه طبقې څه تير شول. ما ټول عمر په کابل کې تیر کړی، چيرې کډواله شوې نه يم. زه هم له هغو کسانو څخه یم چې ګڼې ستونزې مې لیدلي او زغملي دي.

نوم مې فرشته او تخلص مې مرسل دی. د 1985 کال د سپټمبر په 27 نیټه کابل کې زیږیدلې یم. د کابل په لومړیو مکرویانو کې د لامعه شهید له ښوونځي څخه په ۲۰۰۵ کال فارغه شوې یم.

د ښوونځي له دورې نه مې لنډې کیسې او داستانونه لوستل. زما هغه کیسې او داستانونه ډیر خوښیدل چې د کیسې اتل به په ډیرې سختۍ خپلې موخې ته رسیده، خو ماته به یې نه منله. دا ډول کیسې مې ځکه خوښیدلې چې ما هم نه غوښتل چې په راتلونکي کې د ژوند ناخوالو ته تسلیمه شم . زما د خیالونو اتل، زمونږ ملي اتله میرمن ملالۍ وه ؛ او اوس هم ده.

په 2006 کې مې په کابل پوهنتون کې د کانکور ازموینه تر سره کړه . زما لومړی انتخاب ادبیات و چې له نیکه مرغه ورته بریالۍ شوم . په 2010 کال کې له پوهنتون څخه فارغه شوم. د محصلۍ په دوره کې مې څلور کاله له يوې نړيوالې راډيو سره کار کړی دی. اوس مهال هم له بېلابېلو راډيوګانو سره په بېلابېلو چارو بوخته يم.
که څه هم اوس مې د ماشومتوب هیله تر سره شوې او زه ژورنالیسته یم، خو ستونزې لا هم ډېرې دي. یوه یې همدا ده چې په کار کې داسې کسانو سره مخامخ کیږم چې زمونږ د کار مخالف دي. کله چې له خلکو نه مرکې اخلم، ځینې یې داسې چلند راسره کوي، ته به وایې چې په ټول ژوند کې يې ژورنالیسته ښځه نه ده لیدلې او يا بايد هيڅ ښځه ژورناليسته ونه اوسي . داسې حالاتو کې زه خپله روحیه هماغسې ژوندۍ ساتم. داسې ښیم چې د دوی بد چلند نه شي کولی چې زما د کار خنډ وګرځي.

د ژورناليستيکي بوختياو تر څنګ له کيسې ليکنې سره هم مینه لرم. د لومړي ځل لپاره مې د یوې کونډې میرمنې ژوند په اړه کیسه ولیکله. دې د ژوند په هر پړاو کې پرته له ستونزو او غمونو بل څه نه وو لیدلي. په ماشومتوب کې د هغې پلار او له واده وروسته یې خاوند هم مړ شو. ورپسې یې ځوان زوی د انتحاري حملې قرباني شو. د دې کیسې له لیکلو سره مې کيسه ليکنې سره مينه لا زياته شوه. زما کیسې او داستانونه که خدای کول په نږدې راتلوونکي کې د يوې ټولګې په بڼه چاپيږي.

ليکونکې: فرشته مرسل

کتونکی: نسيم صابر