1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په فراه کې د پولیسو یو چارواکی په کمین کې وژلی

۱۳۹۶ دی ۱۲, سه‌شنبه

افغان چارواکو روښانه کړې ده چې طالبانو د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ امنيه قوماندان په کمین کې وژلی دی. له بلې خوا بیا په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او داعش تر منځ په جګرو کې یو ملکي وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2qCQX
Karte Afghanistan Provinz Farah Deutsch
انځور: DW

د فراه ولایت د پولیسو ویاند اقبال بهیر، ویلي دي چې په پشت رود وسلوالۍ کې رامنځ ته شوې دې پیښه کې دوه نور پولیس ټپیان شوي هم دي. هغه زیاته کړې ده چې طالبانو د پولیسو پر دغه چارواکي باندي د دوشنبې په ماښام ناوخته برید کړی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغې پیښې پر غاړه اخیستې ده.

په یوه بله پیښه کې د دوشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د نښتو په پایله کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه پیښه د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي تائید کړې ده.

د خوږیاڼي په خبره د داعش ډلي پر ضد عملیاتو کې له هوایي او ځمکني ځواک څخه کار اخیستل شوی دی چې په پایله کې یې د دې ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعش په لسونو جنګیالي وژل شوي دي.

له بلي خوا د ځايي روغتون ویاند امان الله میاخیل، روښانه کړې ده چې د ټپي شويو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.