1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې په عراق کې ماموریت وغځاوه

دویچه ویله/ نجیب الله زیارمل۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

فرانسې په عراق کي د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د هوايي بمباريو ماموريت وغځاوه. فرانسې ته د دغي ترهگري ډلي له خوا سخت اختار ورکړل سوی وو. دغه قدم په پاریس کې تر یرغلونو یوه اوونۍ وروسته اخیستل کیږي.

https://p.dw.com/p/1EJlk
انځور: Reuters/ECPAD

فرانسې په پاريس کي تر تروريستي يرغلونو څو ورځي وروسته په عراق کي د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د هوايي بريدونو ماموريت وغځاوه.

په پاريس کي د تيري اوونۍ يوه تن يرغل کوونکي په يوه ويډيو کي ويلي ول چي هغه «اسلامي دولت» ډلي ته وفاداره دئ. دغه کس د يهوديانو په يوه مارکيټ کي څلور تنه ووژل او وروسته هغه د پوليسو له خوا ووژل سو.

د فرانسې ملي شورا په ستر اکثريت سره په عراق کي دغه هوايي ماموريت تصويب کړ.

فرانسه لومړی اروپايي هواد دئ، چي د تير کال په سپتمبر مياشت کي ئې په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د امريکا په مشرتوب ايتلاف کي برخه واخيسته.

د فرانسې هوايي ځواک تر اوسه پوري په عراق کي ۶۰ هدفونه بمبار کړي دي. دوی تر ډيره د وسلو ډيپوگان په نخښه کړي دي.

فرانسې په دغه ماموريت کي ۱۵ الوتکي گومارلي دي. ويل کيږي چي سر له نن چهارشنبې به خلیج ته يوه الوتکه وړونکې کښتۍ هم ولېږي.

فرانسې تر اوسه پوري په سوريه کي د اسلامي دولت ډلي پر هدفونو باندي بمبار کړی نه دئ.