1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې پر سوريې باندې د لا ډیرو فشارونو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14l9l

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الان ژوپي، د چهار شنبې په ورځ د سوریې رژیم ته ګواښ وکړ چې د ملګرو ملتونو شپږ فقره ئې د سولې پلان په بشپړه توگه پلې کړي او په دغه هیواد کې روان تاوتریخوالي ته د پای تکی کیږدي. ژوپې د بشارالاسد د رژیم له خوا د دې پلان د نه منلو په صورت کې پر دې رژیم د لا ډیر فشارو اچولو غوښتنه وکړه. هغه ان پوځي فشارونو ته هم اشاره وکړه. هغه وویل چې د ملگرو ملتونو څارونکي په سوریه کې خپل کارونه په سمه توگه نه شي پر مخ بیولای. د هغه په خبره که د سوریې رژیم د سولې له پلان څخه سر غړونې ته دوام ورکړي نو کیدای چې د امنیت شورا د خپل اووم فصل د پلې کولو غوښتنه وکړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د اووم فصل له مخې په هغه صورت کې چې د دې شورا ۱۵ غړي مثبته رایه ولري په یوه هیواد کې پوځي مداخله کیدای شي. خو اټکل کیږي چې د اووم فصل د پلې کولو غوښتنه به د چین او روسیې له خوا رد شي.