1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې امانویل ماکرون خپل نوی ولسمشر وټاکه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د فرانسې خلکو نن د یکشنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو مارینې لوپن او امانویل ماکرون ترمنځ ټاکنه کوله چې د ورځې په پای کې لومړنیو پایلو وښودله چې د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې امانویل ماکرون ګټلي دي.

https://p.dw.com/p/2cZVq
Breaking News Paschtu

د فرانسې خبرې آژانس ته له بریا سمدلاسه وروسته، ماکرون وویل چې د هغه بریا د «هیلې» او نوي «فصل» ښکارندويي کوي. بل لوري ته بیا په د پاریس ښار یوه ستر جومات په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ماکرون بریالیتوب د فرانسې د مذهبونو ترمنځ د پخلاینې له پاره یوه نښه ده.

Wahl in Frankreich 2017 Prognose englisch

د ټاکنو تر لومړنیو پایلو سمدلاسه وروسته، مارینې لوپن خپل سیال امانویل ماکرون ته د ټاکنو د بریا له امله مبارکي ویلي ده. لومړنۍ پایلې ښیي چې ماکرون ۶۵ -۶۶،۱ سلنه رایې او لوپن بیا ۳۳.۹ -۳۵ سلنه رایې ګټلې دي.

په عین وخت کې د آلمان د صدراعظمې ویاند په خپله ټویټر پانه ماکرون ته مبارکې ویلي او د هغه بریا یې د غښتلې او متحدې اروپا له پاره بریا ګڼلې ده. د بریتانیې لومړۍ وزیرې، تیریسا مې هم امانویل ماکرون ته مبارکې ویلې او وايي چې فرانسه زموږ نږدې متحد دی او د دې هیواد له نوي ولسمشر سره به په پراخو موضوع ګانو ګډ کار وکړو.

د فرانسې د ټاکنو له لومړي پړاو څخه دوه مخکښو نوماندانو د ټاکنو دوهم پړاو ته لار موندلې وه. په دې کسانو کې یو هم د دې هیواد پخوانۍ د اقتصاد وزیر امانویل ماکرون د ښي اړخو د ګوند له نوماندې ماریني لوپن چې د اروپايي ټولنې ضد سیاست لري، سره یو ځای د ولسمشر د موقف له پاره مبارزه کوله. امانویل ماکرون د اروپا ملاتړی سیاست لري خو د هغه سیاله مارین لوپن بیا د مهاجرت او د اروپايي ټولنې ضد سیاست لري.

Emmanuel Macron
انځور: picture alliance/Wostok Press/MAXPPP/F. Castel

د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال په فرانسه کې د مهاجرینو راتګ او همدا راز د مسلمانانو موضوع یو له مهمو موضوع ګانو څخه وه چې په دې هکله ماکرون د خپل سیالې په پرتله څه نا څه نرم سیاست درلود.

د فرانسې تمه درلوده چې په دې ټاکنو کې به د ټولو ۴۷.۶ میلیونو په شرایطو برابر فرانسوي رایه ورکوونکو له ډلې څخه ۷۵ سلنه برخه واخلي.

د رایه ورکوونې پرمهال د RTBF په نامه یوې بلجیمي رسنۍ خبر ورکړی وو چې د فرانسې په ټاکنو کې امانویل ماکرون  تر ماریني لوپن مخکښ دی. د دې رسنۍ د رپوټ په حواله ماکرون دفرانسې په دننه او بهر نورو ملکونو کې شاوخوا ۶۰ سلنه رایي ګټلې دي. یادې رسنې د دې پایلو د سرچینې او د رایې ورکوونکو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي. د قانون له مخې په فرانسه کې د ټاکنو تر پایلو مخکې د ټاکنو د نتیجو اعلانول غیر قانوني کار دی.

په عین وخت کې تر ټاکنو مخکې د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په هکله شوې نظر پوښتنو ښوولې وه چې د دې هیواد پخوانی د اقتصاد وزیر، امانویل ماکرون به په دې ټاکنو کې بریالی شي. د دې نظر پوښتې پایلې د تیرې جمعې په ورځ خپرې شوې وې. په دې نظر پوښتنه کې د ماکرون د ملاتړ کچه د ۶۱.۱ نه تر ۶۳ سلنه پورې وه.

د دې ترڅنګ تر ټاکنو څو ورځې مخکې د ماکرون او د هغه پر ټاکنیز ټیم انټرنټي هکري برید هم شوی چې له امله یې ګڼ شمیر شخصي ایمیلونه پر انټرنټ خپاره شوي وو.

د رایه ورکوونې پر مهال د فرانسې د پاریس په ښار کې د لورې موزیم انګړ چیرته چې ټاکل شوې وه چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته، ماکرون خپلو پلویانو ته خبرې وکړي، یو شکمن بکس موندل شوی وو او دغه ځای د پولیسو له لوري د لنډې مودې له پاره تخلیه شوی وو.

د فرانسې حکومت د ټاکنو د امنیت له پاره د یکشنبې په ورځ ۵۰ زره پولیس سرتیري په دنده ګمارلي وو. په وروستیو کلونو کې د فرانسې په مختلفو ښارونو کې ترهرګریز بریدونه شوي چې درنه مرګ ژوبله یې هم رامنځته کړې وه.