1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي ځواکونو په مالي کي د ياغيانو پوخ سنگر«گاو» نیولی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17SMH

فرانسوي او مالي ځواکونو د لويديځې افريقا په مالي هېواد کې د اسلامپالو پوخ سنګر «ګاو» نيولی دی. دغه ښار د پلازمېنې باماکو څخه ۱۲۰۰ کيلومتره شمال ختيځ ته پروت دی. د فرانسې د حکومت مشر، ژن مارک ايغو، هوډ څرګند کړ، چې فرانسوي ځواکونه به ډېر ژر تيمبوکتو ته هم ورسيږي. تيمبوکتو د صحرا دښت په څنډو کې پروت دی او د يونيسکو د نړۍ په کلتوري ميراث کې شمېرل کيږي. اسلامپالو د ۲۰۱۲ کال په اپريل مياشت کې د مالي شمالي برخه نيولې وه او د مسلمانو اولياو ګڼ شمېر زيارتونه يې ويجاړ کړي ول. د لويديځې افريقا هېوادونو اوس ژمنه کړې ده چې ۶۰۰۰ سرتېري به مالي ته ولېږي. دا د پخوانيو ژمنو څخه لوړ رقم دی. فرانسې دا مهال ۲۵۰۰ سرتېري د مالي ماموريت ته لېږلي دي.