1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوا اولاند له کورنيو ننګونو سره مخ دی

احمدولي اڅکزی / اليزابېت برېنت۱۳۹۳ شهریور ۲۹, شنبه

د فرانسې ولسمشر د خپلو وعدو په پوره کولو نه دی بريالی سوی. نه د ځوانانو په بې روزګاري کي کمښت راغلی او نه هم د فرانسې اقتصاد پرمختګ کړی دی. هغه اوس د دغه حالت څخه د وتلو له پاره نوي هڅې پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DGE6
انځور: Reuters

د وروستيو نظر پوښتنو له مخي د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند، په محبوبيت کي ډیر زيات کموالی راغلی دی. د يوې تازه نظرپوښتني د نتايجو له مخي صرف ۱۳ سلنه فرانسويان د اولاند له کار څخه خوشاله دي. اولاند نه يوازي دا چي په سياسي توګه د ستونزو سره مخامخ دی بلکه له کورنیو ستونزو سره هم لاس او گریوان دی.

د نوموړي پخوانۍ ملگرې والري تريوايلر، يو کتاب ليکلی چي پکښي د اولاند د شخصي ژوند په تړاو معلومات راغلي دي. په کتاب کي ادعا سوې چي اولاند ويلي چي بې وزله کسان «بې غاښه» خلک دي. خو اولاند د خپلي دغې پخوانۍ رفيقي ادعاوي ناسمي بولي.

«اولاند زياتي تېروتني کړي»

اولاند د پنجشنبې په ورځ (د سپتامبر ۱۸مه) په خپله يوه وينا کي د خپلي تګلاري څخه دفاع وکړه. هغه وويل چي د ماليو د کمولو او د کارګرو له پاره د زياتو آسانتياو راوستلو پر خپلو ژمنو ولاړ دی. د نوموړي په وينا د هغه تګلاره به د اوږدې مودې په ترڅ کي د فرانسې اقتصاد ته ګټه ورسوي. هغه ژمنه وکړه چي د خپلو وعدو د پوره کولو له پاره به خپلي هڅي لا ګړندۍ کړي.

خو يو شمېر کتونکي په دې کي شک لري چي اولاند به په دې وتوانيږي چي د ولسمشر په توګه په خپله پاته دوره کي خپلي ژمني پوره کړي. د يوې نظر پوښتني له مخي ۸۰ سلنه فرانسويان نه غواړي چي اولاند د دويم ځل له پاره ولسمشر سي. په پاريس کي د نړوالو اړيکو د انستيتيوت کارپوه فيليپ مورو ديفارګې، وايي چي اولاند ډېري تېروتني کړي دي. هغه زیاتوي: «اولاند ډيري زياتي تېروتني کړي دي، سياسي تېروتني يې کړي دي او خپل اعتبار يې د لاسه ورکړی دی. دا د فرانسې د پنځم جمهوريت له پاره ډېره نوې وضعه ده. پخپله د اولاند له پاره نور ممکنه نه دی چي راپورته سي.»

اولاند د پنجشنبې د ورځي په خپله وينا کي وويل چي فرانسه به د عراقي حکومت په غوښتنه ډېر ژر د «اسلامي دولت» پر ضد هوايي بريدونه پېل کړي. د اولاند د بهرنيو چارو پاليسي نسبتا بريالۍ ده او ښايي له همدې کبله هغه کوښښ کوي چي دغه د خپل محبوبيت د زياتولو له پاره وکاروي.

«والس د اولاند تر ټولو لوی سيال دی»

تر هغه وروسته چي د فرانسې پارلمان د سه شنبې په ورځ (د سپتامبر ۱۶مه) لومړي وزير مانويل والس ته د اعتماد رايه ورکړه، پر اولاند په سياسي توګه فشار زيات سوی دی. ځکه چي يو شمېر کتونکي په ۵۲ کلن مانويل والس کي د اولاند له پاره يو مهم سيال ويني. داسي اټکل کيږي چې لومړی وزير والس غواړي ولسمشر سي.

فيليپ مورو ديفارګې په دې هکله وايي: «والس یوازې يو هدف لري. هغه دا دی چي د فرانسې ولسمشر سي. د اولاند او والس تر منځ سيالي اوس پيليږي.»

په داسي حال کي چي په فرانسه کي د اولاند څخه د ناراضيانو شمېر زيات سوی دی، د هغه د استعفا غوښتني هم زياتي سوي دي. ديفارګې وايي چي آن دا کار هم له امکان څخه ليري نه دی.