1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه په مالي کې ښکېله شوې ده

۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه
https://p.dw.com/p/17ItZ

فرانسې د لومړي ځل له پاره د مالي په کړکیچ کې پوځي مداخله کړې ده. په دې ترتیب سره فرانسوي سرتیرو له یاغیانو څخه د مالي د مرکزي ښار کونا، په بیرته نیولو کې د دې هیواد له حکومت سره مرسته کړې ده.

دغه ښار د تیرې پنجشنبې په ورځ د اسلامپاله یاغیانو تر کنترول لاندې راغی. د یاغیانو دغه ډلې له څو میاشتو راهیسې د مالي شمالي برخې تر خپل کنترول لاندې لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، ویلي دي چې پر فرانسې سربیره نایجریا او سنیګال هم له مالي سره د نظامي مرستو ژمنه کړې ده.

په همدې حال کې ده د لویدیځې افریقا اقتصادي اتحادیې هم پریکړه کړې ده چي ژر تر ژره به مالي ته سرتیري واستوي. دا په داسې حال کې ده چې متحده ايالاتو له مالي سره د لوژیستیکي او استخباراتي معلوماتو د شریکولو ژمنه کړې ده.