1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: په اورګاډي کي ډزو دوه مسافر ژوبل کړل

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ مرداد ۳۱, شنبه

د پاريس او امستردام تر منځ په چلېدونکې يوه اورګاډي کي ډزي سوي چي له کبله يې دوه مسافر سخت ژوبل سوي دي. مسافرينو ډزي کونکی نيولی دی.

https://p.dw.com/p/1GJkO
انځور: PHILIPPE HUGUEN/AFP/Getty Images
که مسافرينو ډزي کونکی کس نه وای نيولی، نو ښايي د دغي پيښي څخه لوی ناورين جوړ سوی وای. دا پېښه د جمعې په ورځ ناوخته هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي يو کس په اورګاډي کي ډزي پېل کړې او دوه مسافر يې سخت ژوبل کړل. د فرانسې څارنوالۍ مخکي ويلي ول چي د يو ژوبل سوي کس ټپونه ډېر جدي او ژوند يې په خطر کي دی. خو د رسنيو د نوو راپورونو له مخي ژوبل کسان دواړه د خطر څخه بهر دي.

د دغي پيښي پلټني د پاريس هغو څارنوالانو په غاړه اخيستي دي چي د ترهګريزو پيښو پلټني کوي. د آژانسونو د راپورونو له مخي کوم کس چي ډزي کړي، عمر يې ۲۶ کاله دی او د مراکش د هيواد سره تړاو لري. ويل سوي چي د دغه کس په هکله په استخباراتو کي يوه محرمه دوسيه مخکي لا موجوده وه. ويل سوي چي دغه کس په هسپانيه کي ژوند کاوه. د هسپانوۍ ورځپاني «اېل پايس» د راپور له مخي هسپانوي استخباراتو دغه کس توندلارۍ درجه بندي کړی ؤ او په هکله يې د فرانسې امنيتي چارواکو ته معلومات ورکړي ول. ويل سوي چي دغه کس لږ موده مخکي سوريې ته هم تللی ؤ.

بيلجيم او فرانسه پلټني کوي

د لومړي راپورونو له مخي ډزي کونکی کس د مسافرينو له خوا نيول سوی او وختي ماښام يې د فرانسې په شمال کي د آراس په اورګاډي تمځای کي و پوليسو ته سپارلی دی. د فرانسې د څاروالانو په وينا دغه پېښه په داسي وخت رامنځ ته سوې چي دغه اورګاډی د بيلجيم په خاوره کي په حرکت کي ؤ. د چارواکو په وينا دغه وسله وال کس پر يو مسافر ډزي وکړې او بل يې د قالينو پرې کولو په چاړه وواهه.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د بيلجيم د لومړي وزير چارلس ميشل سره د دغي پيښي په تړاو تليفوني خبري کړي دي. دواړو مشرانو توافق کړی چي د دغي قضيې په پلټنو کي به همکاري سره کوي.

Frankreich, Mann schießt im Zug von Paris nach Amsterdam
انځور: picture-alliance/dpa/P. Bonniere
په سامان کي نوري وسلې هم موندل سوي


د پلټونکو د حلقې له خوا ويل سوي چي کوم کس چي ډزي کړي، د هغه په بسته کي نوري وسلې هم موندل سوي دي. د فرانسې د کورنيو چارو وزير بېرنارد کازانووا د جمعې په ماښام لا د پلټونکو سره ليدلي او ځان يې د تحقيقاتو څخه خبر کړی دی.

د ډزو پر وخت په دغه اورګاډي کي دوه امريکايي عسکر په ملکي جامو کي هم سپاره ول. هغوی دغه ډزي کوونکی کس ونيوی او تر کنترول لاندي يې راوستی. ويل سوي چی دغه دوه امريکايان د امريکايي پوځ د سمندري ځواک عسکر دي. ويل سوي چي دوی د سفر پر وخت ږغونه اورېدلي چي دغه کس په توشناب کي وسلې ته مرمۍ تېرولې. ويل سوي چي بريد کوونکي د ځان سره يو کلاشنکوف او يوه توپنچه د ځان سره درلوده. د هغه سره د مرميو ۹ شاجوره او د قالينو پرې کولو يوه چاړه هم موجوده وه.

امريکايي اتلان

د فرانسي ولسي خلکو او سياستوالو د دغو دوو امريکايي عسکرو دغه «زړور عمل» ستايلی دی. د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د مسافرينو «همت» ستايلی دی. هغه ويلي چي هغوی په خپل «اتلانه عمل» سره د يوې غميزي مخه نيولې ده. د فرانسې د کورنيو چارو وزير کازانووا هم د دغو دوو امريکايانو «زړورتيا» ستايلې ده او ويلي يې دي چي په خپل عمل سره يې د يوې «وېرونکي فاجعې» مخه نيولې ده.

د مسافرو له پاره ځانګړی اورګاډي

ډزي کونکی شخص د جمعې په ماښام د مسافرو له مخو د ګارې دالاس په سټېشن يا تمځي کي و پوليسو ته وسپارل سو. پوليسو په دغه اورګاډي کي تلاښۍ کړي دي. پوليسو د ټولو ۵۵۴ مسافرينو هويت يې کنټرول کړی او د هغوی سامان يې تلاښي کړی دی. د دغه وروسته ټول مسافر په يو ځانګړي اورګاډي کي و پاريس ته رسول سوي دي.