1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه نور د مهاجرو په وېش کي ونډه نه اخلي

۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

ډېری اروپايي هيوادونه اوس نه غواړي چي د مهاجرو په برخه کي د جرمني سياست تعقيب کړي. اوس د جرمني مهم شريک هيواد فرانسې هم ډډه کړې ده. آيا ميرکل به د اروپايي ټولني په غونډه کي وتوانيږي چي دوی ته قناعت ورکړي؟

https://p.dw.com/p/1HvBC
Flüchtlinge Frankreich Dunkirk
انځور: picture-alliance/dpa/F.Sadones

د مهاجرو په برخه کي د جرمني د سياست پر وړاندي مقاومتونه ډېريږي. د فرانسې لومړي وزير مانويل والس، ويلي دي چي هيواد به ئې تر هغه شمېر زيات مهاجر قبول نه کړي چي مخکي ئې د مهاجرو د وېش په برخه کي کړې وه. په دې سره نو دی د جرمني د صدراعظمي انگيلا ميرکل د هغه پلان پر وړاندي دريږي چي وايي مهاجر دي د اروپايي ټولني پر غړو هیوادونو باندي ووېشل سي.

هغه د مونشن د امنيتي کنفرانس په څنډه کي ويلي دي چي حکومت ئې د مهاجرو له وېش سره مخالف دئ.

والس ټينگار وکړ چي فرانسه پر خپله ژمنه ولاړ دئ چي ۳۰۰۰۰ پناه غوښتونکي ومني: «دې ته موږ تيار يو، خو تر هغه اضافه نه.»

پولند او هنگري هم د نورو اروپايي هيوادونو په شان پر هیوادونو باندي د مهاجرو له وېش پلان سره مخالف دي. ځيني اروپايي هيوادونه اوس غواړي چي له مقدونيا سره مرسته وکړي چي د بالکان هيوادونو مسير د مهاجرت پرمخ تنگ کړي. پولند، چيک او سلواکيا غواړي چي له مقدونيا سره مرسته وکړي.

د سلواکيا د بهرنيو چارو وزير ميروسلاو لجيک، له «شبېگل انلاین» سره په خبرو کي ويلي دي: «تر هغه وخته پوري چي یوه گډه اروپايي ستراتيژي نه وي، دا مشروع ده چي په اصطلاح د بالکان په مسير کي پراته هیوادونه خپل سرحدونه وساتي.»

پتېيل سوې ده چي د رواني اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو به په بروکسل کي اروپا ته د مهاجرت په اړه د اروپايي ټولني غړو هيوادونو غونډه جوړه سي.

د جرمني صدراعظمه انگيلا ميرکل غواړي چي په دغه غونډه کي هغه څه په لاس راوړي چي له مخي ئې ترکيې ته رسېدلي ځيني گډوال د اروپايي ټولني پر غړو هيوادونو ووېشل سي.